15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باخترداسد۲۳
په غور ولایت کې ښوونکو پرون له تحصن څخه لاس واخست.
د باختر اژانس د خبرله مخې:
دغو ښوونکو له هغه وروسته چې جمهور رییس لارښوونه ورکړه چې د غور ولایت د مستوفیت اداره دې د ښوونکو اته میاشتني معاش ډیر ژر اجرا کړي، خپل تحصن پای ته ورساوه .
اعتراض کوونکي وایي: که چیرې مستوفیت د هغوی د معاش په ورکولو بې پروایي وکړي، دوی به د تحصن خیمې بیا دروي .
څه ناڅه یوه اوونۍ مخکې له ۱۱۳ ښوونځیوڅخه ۵۰۴ تنو ښوونکو چې معاشونه یې نه دي اجرا شوي، په تحصن لاس پورې کړ او په دغه ولایت کې یې د مستوفیت دروازه وتړله.
ختم/ ع

کابل/ باختر د زمري ۲۳ مه
د لوړو زده کړو په موسسوکې د شمولیت، د شپني او اختصاصي برخې د آزموینې نتیجې نن د لوړو زده کړو وزارت د آزموینو ریاست له خوا اعلانیږي .
د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهندوی محمد فیصل امین د دغې موضوع په یادونې سره باختر آژانس ته وویل چې دغه راز د دغه وزارت د رهبرۍ د پریګړې له مخې تخنیکې ټیم د هغو زده کوونکو د نتیجو په اړه چې نمرې يې په قرنطین کې دي، کار کوي او د دغه زده کوونکي نتیجې د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې اعلانیږي.
ختم /ع

 

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
هغه درې تنه ممتاز زده کوونکې  چې دهېواد په پوهنتونونو او دلوړوزده کړو په موسسو کې دشموليت په ازموينه کې  يې لوړې  نمرې اخستې دي نن دکابل ښار دپوهني رياست له خوا وستايل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت  جوړه شوې وه ،دکابل ښار دپوهنې رييس ډاکتر احمد ضمير ګوارا وويل چې دغه غونډه  دکابل ښار  دښوونځيو دهغو دريو تنو فارغانو دقدردانۍ په خاطر چې دلوړو زده کړو په موسسو  کې دشموليت  په ازموينه کې يې لوړې نمرې  ترلاسه کړي دي او دخپلې خوښې  پوهنځيو ته يې لاره موندلې ده جوړه شوې ده .
ده ددې تر څنګ چې ددغو ممتازو فارغانو دبرياليتوب له امله  هغوى ، دهغوى کورنيواودافغانستان خلکو ته  مبارکي وويله دلوړو زده کړو  په دوره کې يې هم هغوى ته دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
ممتازې  زده کوونکې  تهمينې چې دلوړو زد ه کړو  په موسسو کې د شموليت په ازموينه کې يې ډيرې لوړې نمرې ترلاسه کړي دي په خبرو کې دکابل ښار دپوهنې  له رياست ، دکابل دافغان ترک  ښوونځيو دښوونکواو مسوولانو او د خپلې کورنۍ  دپاملرنې  له امله مننه وکړه .
دې وويل چې دژوندانه  په تګلوري او په تيره بيا دزده کړې په لاره کې  برياليتوبونه دانسانانو له هڅو او هاند سره نيغ په نيغه اړه پيداکوي .
دې له نورو زده کوونکوڅخه وغوښتل چې په ځان باور ولري او دعلم او پوهې دترلاسه کولو په لاره کې  دې پرله پسې  هڅې وکړي چې ښيې پايلې ترلاسه کړي .
دغه راز دکابل دښوونځيو ممتازو  فارغانو احسان الله او عبيد الله چې دلوړو زده کړو په موسسو  کې دشموليت په ازموينه کې يې لوړې نمرې ګټلې دي ، څرګنده کړه چې په ژوندانه کې  ډير مهم اصل په ځان داعتماد لرل ، استقامت  او هلې ځلې دي چې له دې لارې انسانان کولاى شي دبرياليتوب  لوړو پوړيو ته لاره ومومي .
   دغه راز په دې غونډه کې له دغو ممتازو فارغانو څخه ديوه پلار دنورو په استازيتوب خبرې وکړې اودممتازو  فارغانو دقدرانى په خاطر يې دکابل ښار دپوهنې له رياست  څخه مننه وکړه اودغه راز دښوونځيو دښوونکو او مسوولانو دپاملرنې  له امله چې دزده کوونکو دروزنې په برخه کې يې هلې ځلې کړي دي قدرداني وکړه .
ددغې غونډې په پاى کې دکابل ښار دپوهنې درييس له خوا دغو دريو تنو ممتازو  فارغانو ته دستاينې لوحې ورکړى شوې .
ديادونې وړ ده چې دکابل دافغان ترک  ښوونځي فارغې  تهمينې  د ٣٥٢ نمرو په ترلاسه کولو سره دهېواد په کچه  د لوړو  زده کړو په موسسو کې دشموليت له ازموينې  څخه  ډيرې  لوړې نمرې ترلاسه کړې او دغه راز دکابل داستقلال  ليسې فارغ احسان الله او دکابل دغلام حيدر خان دعالي ليسې فارغ عبيد الله دکابل دښوونځيو له ممتازو  زده کوونکو څخه دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل \ باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د دغې ولسوالۍ د چمن د نجونو او هلکانو د منځني ښوونځي لپاره د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه لسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
عرب زياته کړه: په دې ودانۍ کې چې په يوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول  جوړيږي، اته درسي او دوه اداري خونې، تشنابونه او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي.
ده وويل: دغه ښوونځى په  ١٣٨٧ کال کې تاسيس شوى دى او زده کوونکي يې تر اوسه پورې په پرانستې فضا او کرايي کورونوکې په زده کړې بوخت دي.
پاى  ج\ ذ

Page 9 of 271