23 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  حامد کرزي دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له جګړې  څخه انديښنه  څرګنده کړه .

حامد کرزي دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له جګړې څخه انديښنه څرګنده کړه .

کابل باختر د چنګاښ لومړى نيټه : دهېواد پخوانى جمهور رييس...

په نيمروز  کې دراې ورکوونکو  دنوم ليکنې په يوه مرکز  ديرغلګرو خونړى بريد .

په نيمروز کې دراې ورکوونکو دنوم ليکنې په يوه مرکز ديرغلګرو خونړى بريد .

کابل باختر د چنګاښ لومړى نيټه : اووه تنه امنيتي ماموران...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باختر  دوري دولسمه :
دکار ټولنيزو  شهيدانو او معلولينو  د وزارت خبرتيا!
  د کار ټولنيزو شهيدانو او معلولينو د چارو  وزارت هغه کسان چې له درملنې وروسته د روږدو د درملنې په روغتونونوکې روغ شوي دي  د برېښنا  ، نل ځغلولو  ، خياطۍ ، فلز کارۍ  او د موټر د ترميمولو په حرفو کې  زده کړې ورکوي .
له دې امله  هغه شمېر روږدي  چې روغ شوي دي او په رواني  او جسمي ساري ناروغيو اخته نه وي او زده کړو او حرفو ته علاقمندي ولري کولاى شي د فني او د اميد حرفوي  زده کړو مرکز  ته  مراجعه وکړي  او خپل نوم ثبت کړي .  دغه راز علاقمندان دې د زياتو معلوماتو په خاطر له دغو شمېرو سره  اړيکې ونيسي .
٠٧٨٤١٤٣٤٤٧٧_ ٠٧٩٩٢٤٢٠٥٠_٠٧٨٧٢١٤٧٠١_٠٧٠٠٢٩٦٤٦٣
ختم _ شکريه_ اکرم

کابل باختر  دوري دولسمه :
د پکتيا ولايت په ناامنو سيمو کې  له څلورو کلونو راپدېخوا د نجونو د ١٣  ښوونځيودروازې  تړل شوي دي .
د پکتيا د پوهنې  ريېس کوچي ځاځي  د باختراژانس خبريال ته وويل دغه ښوونځي د ډار اچوونکو دګواښونو  او ناامنيو په خاطر په  دوامداره ډول تړل شوي دي.
ده وويل ناامني د دې سبب شوې ده چې نجونې ښوونځيو ته لاړې نه شي .
له بلې خوا د پکتيا والي شميم خان کټوازى  وايي چې د تړل شويو ښوونځيو د بېرته پرانستلو لپاره يې هلې ځلې  کړي دي .
ده وويل چې د دغه ولايت د پوهنې مسوولانو  له سپين ږيرو او قومي مخورو سره خبرې پيل کړي څو د دوى په همکارۍ تړل شوي ښوونځي بيا ځل پرانيستل شي.
د پکتيا د پوهنې مسوولان وايي د ښوونځيو د تړلو تر څنګ د ودانيو نشتوالى هم هغه ستونزه ده چې د ښوونځيو زده کوونکي يې ناهيلي کړي دي .
  ختم_   شکريه _ اکرم

ښرنه باختر د وري د مياشتې ١٢ مه
د  پکتيکا ولايت ديني  عالمانو د پوهنې د پرمختګ او پياوړتيا په موخه غونډه وکړه.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر  له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د پکتيکا د والي مرستيال عطاءالله فضلي وويل چې، په روان کال کې به د تېرو کلونو په پرتله د هیواد په کچه د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي.
هغه له ولسونو هيله وکړه چې د روښانه راتلونکي په موخه خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي او له ديني عالمانو څخه يې هم وغوښتل چې د سولې په برخه کې هلې ځلې وکړي.
په همدې حال کې ديني عالمانو ډاډ ورکړ چې، د ممبرونو له لارې به خلک وهڅوي څو خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.پاى - وصال

قندهار باخترد وري د مياشتې ١٢ مه
د هېواد د پوهنتونونو د درسي کیفیت لوړولو ته يې پاملرنه ډېره کړې ده.
دغه څرګندونې د لوړو زده کړو وزير ډاکټر نجیب الله خواجه عمري قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي تورن جنرال زلمي وېسا سره په کتنه کې وکړې.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د لوړو زده کړو له وزير څخه وغوښتل چې د قندهار پوهنتون ته دې د تحصيلي بورسونو شمېر زيات کړي،ښځينه محصلينو ته دې ليليه جوړه کړي او د خصوصي موسيسو د زده کړو کيفيت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري ډاډ څرګند کړ چي د ستونزو په حلولو کې به کوټلي ګامونه واخلي او د قندهار پوهنتون د اړتياوو په پوره کولو کې به جدي هڅې وکړي.
عمري وويل چې د پوهنتونونو د درسي کیفیت لوړولو ته يې پاملرنه ډېره کړې، ترڅو پوهنتونونه په ملي او نړیواله کچه برابر شي او ټولنې ته مسلکي کادرونه وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزير د دغه سفر په ترڅ کې په قندهار پوهنتون کې د ايډيټوريم او په کادري روغتون کې د لابراتوار ودانۍ هم د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستلې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.پاى _ وصال

Page 10 of 256