20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل/ باختر/ د زمري ١٤مه
د ولسي تړون ملي پروګرام، د ٣٠ ميليونو ٣٠٠ زره افغانيو په لګښت په بلخ کې د شپږو ښوونځيو ودانۍ جوړوي.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس خبر ورکړ: دغه ودانۍ د بلخ ولايت په مربوطاتوکې د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له بودجې څخه جوړيږي.
د دغو ښوونځيو په هره ودانۍ کې له ٦ څخه تر ١٢ درسي ټولګي، اداري خونې او د اړتيا وړ نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د دغو ښوونځيو د ودانيو په رغولو سره، سلګونه زده کوونکي ته د زده کړې مناسبه فضا برابريږي.
پاى – وهاج

 

کابل/ باختر/ د زمري ١٤مه
د ولسي تړون ملي پروګرام، د څه دپاسه ٩ ميليونو افغانيو په لګښت په ننګرهارکې د يوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړوي.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس خبر ورکړ: د دغه ښوونځي ودانۍ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ٩ ميليونو ٧٠٠ زره افغانيو په لګښت، د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له بودجې څخه جوړيږي.
د دغه ښوونځي په ودانۍ کې١٠ درسي او ٣ اداري خونې او د اړتيا وړ نورملحقات په پام کې نيول شوي دي.
پاى – وهاج

ګرديز\باختر\د زمري ١٣ مه
د ځاځيو په نامه مدني ټولنه د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د څه د پاسه درې ميليونو افغانيو په لګښت د بېلووټ کلي د ښوونځي لپاره ودانۍ رغوي.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغه ښوونځي لپاره د ځاځیو شورا مشر عبدالصمد ځاځي خپله ځمکه وقف کړې، چې له جوړیدو سره سم به یې د زیاتو زده کوونکو لپاره د زده کړو مصؤن چاپیریال برابر شي.
حسرت وويل: د پکتیا ولايتي اداره د هغو خیریه بنسټونو، مدني ټولنو او با احساسه وکړو قدرداني کوي چې د راتلونکو نسلونو د بقا لپاره خپلې شتمنۍ وقف کوي او د پوهنې کاروان پیاوړی کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ښوونځیو جوړولو په برخه کې عام وګړي برخه اخلي، له دې وړاندې اريوب خیریه بنسټ د همدې ولسوالۍ د نجونو د دوو ښوونځیو په جوړولو کې مالي مرسته کړې، چې د یوه چارې يې بشپړې او د دویم ښوونځي د جوړولو چارې لا هم روانې دي. پاى\وصال

کابل / باختر/ د زمري ١٢مه
سيتا قاسمي نن د پوهنې وزارت له سرپرست سره د سلو زرو امريکايي ډالرو         په لګښت د نجونو د يوه ښوونځي د جوړولو هوکړه ليک لاسليک کړ.
دغه ښوونځى د هېواد په يوه لري پرته سيمه کې جوړېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي  د هېواد ماشومانو ته د پوهنې د ترانو د اجرا کولو لپاره د سيتا قاسمي بڼست د ملاتړ له امله په قدردانۍ سره د افغانستان د ماشومانو په نسبت د مطرحو څېرو د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
سيتا قاسمي هم د دغه هوکړه ليک د لاسليک کولو په وخت کې ژمنه وکړه چې د هېواد د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره د پوهنې له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
پاى \ج\ ذ

Page 2 of 300