21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې په شفاف ډول دکانکور د ازموينې لپاره هلې ځلې

Written by  manager
Rate this item
(1 Vote)

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دهرات مقامات هلې ځلې کوي چې په روان کال کې په هرات کې دکانکور ازموينه په شفافه او مناسبه فضا کې واخيستل شي .
دهرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي د لوړو زده کړو وزارت له هغه استول شوى هيئت سره په غونډه کې چې دکانکور د ازموينې د اخيستلو لپاره هرات ته سفرکړى دى؛ وويل چې په روان کال کې به دهرات دښوونځيو څه دپاسه دولس زره تنه فارغان دکانکور په ازموينه کې ګډون وکړي .
جامي دهرات پوهنتون ظرفيت ته په اشارې سره وويل: دهرات پوهنتون دهيواد ديو ستر پوهنتون په توګه په دې پريالى شوى دى چې محصلانو ته مناسب تحصيلي  خدمتونه برابر کړى دى .
په همدې حال کې ددغه هيئت  رييس پوهاند بسمل او مرستيال پوهندوى ډاکتر طاهري هم په هرات کې د دغه سراسري کانکور داجرا کولو څرنګوالې بيان کړ .
  دوى وويل چې په هرات کې دکانکور ازموينه په پنځه ورځو کې اخيستل کيږي او په مينه والو دکارتونو د ويشلو کار سرله سبا پيليږي .
دباختر اژانس دخبر له مخې: په دې غونډه کې په داسې حال کې چې دهرات پوهنتون مسوولينو هم برخه لرله؛ په شفاف ډول دکانکور د ازموينې په اخيستلو باندې ټينګار وکړ .
ويل کيږي چې دکانکور په ازموينه کې دشموليت دکارتونو د ويشلو کار سبا له غرمې وروسته په يوه بجه په پنځلسو ټاکلوحوزو کې پيليږي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.