17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر رهين : د هيواد د هر ځوان برياليتوب د ټولو د وياړ او خوشحالۍ سبب دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨:
دکابل د خلکو د سراسري شورا رييس ډاکترسيدمخدوم رهين نن د قيس رابين قرضي د روزنيز مرکز د ځوانانو او ښوونکو د ستاينې په مراسموکې وويل چې د هېواد دهرځوان برياليتوب د ټولو د وياړ او خوشحالۍ سبب دى.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د کابل د خلکو سراسري شوراددغه مرکز يوزروپنځه سوه تنه زده کوونکي چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په آزموينه کې ښه ځليدلي دي؛ د هغوى له ښوونکوسره وستايل.
د دغو زده کوونکو له جملې څخه اته سوه اويا تنه يې د هېواد د لوړو زده کړوپه موسسوکې د شموليت په آزموينه کې له درې سووڅخه زياتې نمرې ترلاسه کړې دي
چې د خپلې خوښې څانګې ته يې لاره موندلې ده او پاتې نور يې هم د لوړو زده کړو نوروموسسوته لاره موندلې ده.
دکابل د خلکو د سراسري شورا رييس ډاکترسيدمخدوم رهين د ځوانانو د دغه برياليتوب له امله د يوې غونډې په ترڅ کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، مبارکي وويله او زياته يې کړه: د هېواد د هرځوان برياليتوب د ټولو د وياړ او خوشحالۍ سبب دى؛ ځکه افغانستان نن د ځوان نسل پياوړي ځواک ته زياته اړتيالري.
ډاکتررهين زياته کړه: له نن څخه ديارلس کاله مخکې (د طالبانو په دوران کې) د هېواد ځوانان مړاوې او ناهيلې وو. له نيکه مرغه اوسني نظام د دولسوکلونو په بهيرکې بريالى شو چې د نجونو اوهلکانوپه ګډون په زرګونو تنه ځوانان په سرلوړى
او وياړسره د هېواد له ليسوڅخه فارغ شي او پوهنتونونواو دلوړو زده کړو مرکزونو ته لاره ومومي او دکورنۍ او د ټولنې د سترګو او څراغ په توگه وځليږي.
په دغو مراسموکې دکابل د خلکو دسراسري شورا د دارالانشا رييس محمدظاهرحسن هم وينا وکړه او ويې ويل چې دکابل د خلکو دسراسري شورا د ستر وګړني مرکز په توګه اساسي هدف يې د ځوانانو  زده کړه او روزنه ده.
ددغه روزنيز مرکز رييس ډاکتر قيس رابين قرضي په خپله ويناکې د دې ترڅنګ  چې د خپلو زده کوونکو د برياليتوب له امله يې مبارکي وويله؛ زياته يې کړه: موږ او تاسو ډيرښه يو او ډير ښه به واوسو. وياړهغه وخت زياتيږي چې تاسې په پوهنتونونوکې ډير ښه  و اوسئ.
دغه راز ډاکتر قيس ددغه مرکز د منننې لوحه ډاکتر سيدمخدوم رهين ته ورکړه او ډاکتررهين دکابل د خلکو د سراسري شورا ستاين ليکونه ددغه روزنيز مرکز زده کوونکو او ښوونکوته ورکړل.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.