18 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

- کابل / د وږي ٢٨مه / باختر په ننګرهار کې...

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د وسله والو طالبانو...

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د ترلاسه شويو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ديوې ديني مدرسې او ددريو ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په بلخ ولايت کې ديوې ديني مدرسې او ددريو ښوونځيو نوې ودانۍ پرون ددغه ولايت د مقاماتو او دپوهنې رياست دمسوولينو له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دبلخ ولايت دنهر شاهي په ولسوالۍ پورې اړوند داستادعطا محمد نور دهلکانو دليسې او دمولانا جلال الدين محمد بلخي دليسې ، دچمتال ولسوالۍ دتاليزولي دمنځني ښوونځي او ددهدادي ولسوالۍ دمير عصمت الله کشوري  دديني مدرسې نوي ودانۍ په دوو کلونوکې هره يوه  په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول  جوړې شوې  دي
  داستاد عطا محمد نور دليسې  ودانۍ څليرويشت درسي او څلور اداري خونې ، دمولانا جلال الدين محمد بلخي د ليسې ودانۍ دولس درسي او څلور اداري خونې ، دتاليزوليء دمنځني ښوونځي  ودانۍ شپږ درسي او درې اداري خونې او دمير عصمت الله کشوري  د ديني مدرسې ودانۍ اته درسي او څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري .
دغه ودانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت له بودجې څخه دشپږ سوه دوه شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې دي چې دهغو په جوړيدو سره ددغو ښوونځيو شپاړلسو  زرو تنو زده کوونکو ته  دښې زدهکړې  زمينه برابره شوې ده .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.