18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په باميانوکې د کانکور آزموينه واخستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢١
د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د کانکور آزموينه نن په باميانو ولايت کې واخستل شوه .
د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کانکور آزموينې د استول شوي هيئت رييس جاويد رسولي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې آزموينه کې د باميانو ولايت له مرکز او اړوندو ولسواليو څخه ٥ زره ٧٣٧ تنو داوطلبانو ګډون کړى دى چې په دريو ورځوکې اخستل کيږي.
د ده د څرګندونو له مخې: د ٥ زره ٧٣٥ تنو له جملې څخه ٣ زره ٥٦٢ تنه يې هلکان او ٢ زره ١٨٥ تنه يې نجونې دي .
د باميانو والي محمد طاهر زهير د آزموينې په بهيرکې چې د باميانو د نوى پوهنتون په انګړکې واخستل شوه؛ خبرې ويې وويل: آزموينه په شفاف ډول او له هر راز فساد څخه لرې د آزموينې د هيئت په وړاندې اخستل کيږي.
ده له زده کوونکو څخه وغوښتل چې په خپل انتخاب کې دقيق و اوسي چې په راتلوونکې کې وکولاى شي ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.