13 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دلاجوردو  له لارې ترکيې ته  دافغانستان دلومړنيو  سوداګريزو  مالونو صادرات

دلاجوردو له لارې ترکيې ته دافغانستان دلومړنيو سوداګريزو مالونو صادرات

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : لومړني سوداګريز مالونه دجګپوړو...

په ننګرهار کې دپاسپورت  دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

په ننګرهار کې دپاسپورت دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهارپه ولايت کې ...

 دننګرهار دپاسپورت  دادارې شپږ پنځوس  مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

دننګرهار دپاسپورت دادارې شپږ پنځوس مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهار ولايت دپاسپورت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پکتیکا پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د لومړي ځل لپاره ۹۵ تنو محصلینو د فراغت سندونه تر لاسه کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢١
د پکتيکا پوهنتون چې له نن څخه څلور کاله مخکې کې يې په فعاليت پيل کړی؛ نن ۹۵ تنه  د ښوونې او روزنې پوهنځى د کیمیا او بیولوژي، ریاضي او فزیک له څانګو څخه د  څلور کلنو زدکړو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په دې نمانځ غونډه کې د پکتيکا والي امين الله شارق، امنيه قوماندان، د ولایتي شورا غړو، د غزني ولایت د پوهنتون رییس پوهنیار محمود همت، د بیلابیلو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو د پوهنتون رئيس او استادانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو، له نورو ولايتونو څخه راغللو مېلمنو او د فارغانو د کورنیو غړو او ګڼ شمېر کسانو برخه لرله .
په پيل کې د پکتيکا والي امين شارق د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام ولوست چې د محصلينو  د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ پکې ويل شوي و: ((پکتيکا يو لرغونی ولايت دی خو د اکثره نورو ولايتونو په پرتله د پوهنې بهير پکې سست دی، زه خوښ یم چې  پکتیکا اوس پوهنتون لري او ټولنې ته په پوهه سمبال ځوانان وړاندې کوي.))
ورپسې د پکتيکا ولايت والي امين الله شارق وويل پکتيکا يو نا امنه ولايت و، خو اوس د ولس او دولت د ښې همغږۍ په لرلو او ولسي ملاتړ له امله  ښه امنيت لري.
ښاغلي شارق د پکتيکا په پانګوالو غږ وکړ چې پدې ولايت کې پانګونه وکړي، په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې او خپل ولايت له نورو سره سيال کړي.
د پکتیکا والي وویل: پخوا به په رسنیو کې د پکتیکا په اړه یوازې د جنګ خبرونه اورېدل کیدل، خو اوس مهال له نیکه مرغه او د پکتیکا د زړورو او په هیواد مینو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو هغه مرسته او همکاري چې له خپلو امنیتي ځواکونو او ولایتي ادارې سره یې  کوي؛ هره ورځ له پکتیکا څخه د سولې، پرمختګ، پوهې او بیا رغونې خبرې په رسنیو کې خپریږي.
ښاغلي شارق د پکتیکا ولایت د رسنیو له مسئولینو څخه د کورودانۍ ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د پکتیکا ریښتینی انځور هیوادوالو او نړېوالو ته وښيي.
دغه راز ښاغلي شارق فارغو شويو محصلينو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه ورکړه چې دغه۹۵ تنه فارغان به ټول د پوهنې  په رياست کې د ښوونکو په توګه په دندو وګماري او له محصلينو يې وغوښتل چې له دوی سره پدې برخه کې همکار شي.
دغه راز غونډې ته د لوړو زده کړو وزیرې آغلې فریدې مومند هم د مبارکي پیغام رالیږلی و چې د پکتیکا پوهنتون استاد رحمت الله حکیمي د غونډې ګډونوالو ته واورول.
غونډې ته د پکتيکا پوهنتون ريئس دريا خان هڅاند وويل چې دوی ټول ۱۱۰۰ تنه محصلين لري چې د ښوونې او روزنې او کرنې په پوهنځيوکې زده کړې کوي.
هڅاند د پوهنتون د خپلې ودانۍ او ترانسپورتي تجهيزاتو نشتون خپلې ستونزې وبللې او د پکتيکا ولايت له پانګوالو او ولایتي ادارې څخه یې د  پاملرنې غوښتنه وکړه .
غونډې ته د فراه والي ښاغلي محمد آصف ننګ هم د تلیفون له لارې د پکتیکا پوهنتون فارغ شویو محصلینو ته مبارکي وویله او د هغوی د بریالیتوب غوښتنه یې وکړه.
غونډې ته د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو راغلو مېلمنو او محصلينو هم خبرې وکړې او خوښي يې وښوده چې نن پکتيکا پوهنتون لري او د لېسانس په کچه ځوانان روزي. دوی هم ددې ولايت په پانګه والو او چارواکو غږ وکړ چې پدې برخه کې خپله پاملرنه زياته کړي او فارغانو ته د کار زمینه برابره کړي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.