19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې د ادارې او حساب دارۍ انستیتیوت لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٢٢
د لغمان ولایت په مرکزپورې اړوند د کتب زائیو په سیمه کې د ادارې او حساب دارۍ انستېتیوت لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ چې په دوه پوړه کې په پاخه او اساسي شکل جوړه شوې د لغمان والي، د پوهنې رييس، د ولايتي شورا استازي او د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دلغمان له ولايت څخه په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي..
دغه دوه پوړیزه وداني چې ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې او نور ټول ضروري ملحقات لري د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د دانیدا په مالي مرسته د څه د پاسه ۱۷ ميليونو افغانيو په ارزښت د یوه کال په موده کې یې د جوړېدو چارې بشپړې او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغې غونډه کې چې په همدې موخه د یاد انستیتیوت په انګړ کې جوړه شوې وه په پیل کې د پوهنې رئیس محمدحضرت مجددي، د انستیتیوت امر او د ولایتي شورا وکیل حاجي محمد ظاهر حسین خیل په وار سره خبرې وکړې او د دغې ودانۍ په ارزښت یې رڼا واچوله.
ورپسې دلغمان والي عبدالجبار نعیمي د نوي عصر د ټکنالوجۍ او د ښه درسي چاپيريال لپاره د مناسب ځای په اهمیت د خبرو تر څنګ محصلان وهڅول تر څو د یوې روښانه راتلونکې د جوړولو او د هېواد د ابادۍ لپاره په زده کړو کې له یو بل سره سالمه سیالي وکړي او ځانونه د نننۍ نړۍ له سیالانو سره سیال کړي.
د یادونې ده دغه انستیتیوت چې په ۱۳۹۱ لمریز کال تاسیس شوی تر دې دمه یې په دوه دورو کې ۳۷۷ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي او دا مهال ۴۸۸ نارینه او ۶ ښځینه محصلان لري چې وړاندې یې په کرایه ودانۍ کې درسي چارې پر مخ بیولې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.