17 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پوهنې وزارت مشرتابه د نوي تعلیمي کال د چمتوالي په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د پوهنې وزارت له مشرتابه او له دغه وزارت سره د بین‌المللي مرستندویه ادارو استازو سره د۱۳۹۶ نوي تعلیمي کال د پيل د چمتوالي په خاطر په ارګ غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د دغه وزارت د عمومي تعلیماتو معین ډاکټر محمدابراهیم شینواري د پوهنې په ډګر کې د تېر کال لاسته راوړنو او ننګونو ته په اشارې د راتلونکي تعلیمي کال په هکله د خپلو برنامو په اړه راپور وړاندې کړ، وې ویل، په داسې حال کې چې نوی تعلیمي کال پیلېږي خو ۱۶ولایتونو ته لا د ښوونځیو نوي کتابونه نه دي رسېدلي.
هغوی څرګنده کړه چې په دې اړه تدارکاتي پروسه ډېر وخت نیسي او له جمهوررئیس څخه یې په دې برخه کې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس غني په نوي تعلیمي کال کې پر زیات تحرک او کار د ټینګار تر څنګ وویل،  د زده‌کوونکو درسي ساعتونه باید ضایع نشي، هغه په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي ته دنده وسپارله چې له ملي دفاع او پوهنې وزارتونو سره په همغږۍ ولایتونو ته د کتابونو د لېږد پروسه ګړندۍ کړي.
په دغه ناسته کې د یو اس اې ای ډي(USAID) استازي وویل، دغې ادارې د افغانستان د معارف د کتابونو د چاپ لپاره د راتلونکو پنځو کالو لپاره ۷۵میلیون ډالره ځانګړي کړي. همدارنګه د یونیسف او نړيوال بانک استازو هم د افغانستان جمهوررئیس ته د معارف په برخه کې د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.‎

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.