21 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په بدخشان کې دسيلاونو له امله  لس تنه ووژل شول .

په بدخشان کې دسيلاونو له امله لس تنه ووژل شول .

کابل باختر د ثور ٣١: په بدخشان ولايت کې دسيلاونو...

داوبو پرسر  دشخړې له امله  يو تن ووژل شو .

داوبو پرسر دشخړې له امله يو تن ووژل شو .

کابل باختر د ثور ٣١: يوتن تيره شپه ...

 دپنجشير  داستيناف څارنوالى نوى  رييس معرفي شو .

دپنجشير داستيناف څارنوالى نوى رييس معرفي شو .

کابل باختر د ثور ٣١: دپنجشير ولايت داستيناف څارنوالى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوهنې وزارت پنځه سوه کارکوونکي د ماسټرۍ دترلاسه کولو په خاطر دلوړو زده کړو وزارت ته معرفي شول.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
په دولتي پوهنتونونوکې دماسټرۍ دپروګرام له لارې دپوهنې وزارت کارکوونکو د علمي اوتخصصې ظرفيت د لوړولو په موخه د لوړو زده کړو اودپوهنې وزارتونو تر منځ دهمکارې تفاهم ليک لاسليک شو.
دلوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ.
دلوړوزده کړو وزيرې پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند وويل: ددغو تفاهم ليکونو له مخې دغه دوه وزارتونه په دولتي پوهنتونونو کې دماسټرۍ دپروګرام له لارې د پوهنې کارکوونکو دعلمي او تخصصي ظرفيت د لوړولو په موخه همکاري کوي.
دې ددواړو وزارتونو تر منځ دهمکارۍ جوړول ضروري او حياتي وبلل او دايې د پوهنتونونو او ښوونځيو د کيفي کچې دلوړولو په برخه کې اساسي وباله.
وروسته د پوهنې وزير ډاکتراسدالله حنيف بلخي د متخصصو اومسلکي کادرونو د لرلوپه زمينه کې ددغه وزارت د اړتياوو په باب خبرې وکړې اووويل:د پوهنې څه ناڅه پنځه سوه کارکوونکي به دماسټرۍ په برخه کې د زده کړې لپاره د اړتيا وړ په څانګو کې د لوړو زده کړو وزارت ته معرفي شي.
ده دغه تفاهم ليک د درسي نصاب ،علمي تحقيقات اوپه تدريسي ميتود کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو دمسلکي ظرفيتونو د لوړولواو وده کې ګټور وباله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.