11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٢٤٩ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د ليندى د مياشتې١٩ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

د هوا حالات

کابل\باختر\ د ليندى د مياشتې ١٩ د هوا پوهنې ادارې په...

د تخار يو شمېر ميرمنو پلاستيکي ګلخانې ترلاسه کړې

تالقان باختر دليندي نولسمه : د تخار د کرنې او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فارياب کې دکانکور آزموينه واخيستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغويي دمياشتې ١ :
په فارياب ولايت کې  د٥٢٨٠  تنو  داوطلبو نجونو او هلکانو  په ګډون دکانکور آزموينه  واخيستل شوه .
دلوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دکانکور دآزموينې لوى رئيس استاد احمدجاويد رسولي وويل: په فارياب کې  دکانکور دآزموينې په  حوزه کې ٢٤٠٦ تنه نجونې او ٢٨٧٤ تنه يې هلکان  وو چې له هغوى څخه په کامل شفافيت سره آزموينه واخيستل شوه
رسولي زياته کړه  چې تراوسه پورې   په ټول هېواد کې  دآزموينې اته  پړاونه ترسره شوي دي  اوپه راتلوونکو ورځو کې  به  دکندز ، بغلان او تخار په  حوزوکې هم  آزموينه واخيستل شي.
د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمدسميع خيرخواه  او دکانکور څو تنو داوطالبانو  د آزموينې له  لوى رئيس  او د لوړو زده کړو د وزارت له  نورو مسوولينو څخه  چې په فارياب ولايت کې يې د آزموينې بهير په شفاف او عادلانه  توګه ترسره کړ  قدرداني وکړه .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.