24 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

داندرابونو امنيت تامين شو .

کابل باختر دلړم لومړى : دعالمانو جهادي شخصيتونو او دسيمې ...

يوسړى له خپل زوى سره په فارياب کې ووژل شو .

کابل باختر دلړم لومړى : يوملکي وګړى تيره شپه له...

پنځه تنه وسله وال مخالفان په غزني ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دلړم لومړى : پنځه تنه وسله وال مخالفان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې غړو د جمهور رئيس له مرستيال سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې رئيس او غړو نن د جمهور رئيس له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او خپلې غوښتنې يې ورسره طرحه کړې.
د جمهوري رياست د دويم معاونيت دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د کتنې برخه والو د لوړو زده کړو پراختيا ته  د پاملرنې په لاره کې  د جمهور رئيس د مرستيال د هڅو او هاند له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د مافوق ليسانس د مقررې د ځينو مادو د تطبيق په تېره بيا د ماسترۍ په دوران کې د محصلانو د جذب د محدوديت د فعاليت د ميکانيزم د پيچلتيا او د لوړو زده کړو په مقرره کې د لوړو زده کړو د وزيرې په مشرۍ د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د شورا د غونډو د نه جوړيدو او د آزموينو له مقررې سره سم د کانکور د آزموينې د اخيستلو په لاره کې د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو ستونزې، د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د لارې پرسر محدوديت کوونکي چلنجونه وبلل .
دوى دغه راز وويل: په خصوصي پوهنتونونوکې د لوست ورکولو لپاره د بهرنيو ماهرانو د جذب په باب د محدوديت وضع کول، د هغو محصلانو له لګښت څخه د مالياتو ورکول چې له تخفيف څخه په استفادې سره زده کړې کوي او د ورځې   په غوښتنو د لاسرسي او پراختيا په موخه له هېواد څخه بهر پوهنتونونو سره د خصوصي پوهنتونونو له خوا د همکارۍ د تفاهم ليکونو د لاسليک په باب د مسوولو ادارو نه پاملرنه ، هغه نورې ستونزې دي چې د لوړو زده کړو په موسسو کې د پرمختګ بهير ته زيان رسوي.
په دې کتنه کې د جمهور رئيس مرستيال قانونپوه دانش څرګنده کړه چې د ده په شخصي نظر په تيرو څه دپاسه لسو کلونوکې د يادونې وړ  يو بدلون دخصوصي لوړو زده کړو د موسسو د بنسټ جوړول دي چې البته دغه آسانتيا د هېواد د نوي اساسي قانون په واسطه برابره شوې ده.
ده په دې باندې په ټينګارسره چې بايد د پوهې ترلاسه کول او د علمي پراختيا بهير د دولتونو په انحصارکې نه وي، د خدمتونو د وړاندې کولو او د علمي پرمختګونو لپاره د دولتي اکاډميکو مرکزونو ترڅنګ د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو رول رغنده او اغيزمن دى.
د جمهور رئيس مرستيال دې ته په اشارې سره چې په ځينو مواردوکې دوديزې نظريې شتون لري چې په خصوصي سکتورکې د پرمختګ خنډ کيږي، وويل: د حکومت کلي سياستونو په نظر د لوړو زده کړو او پوهنې په ګډون په بېلابېلو برخوکې د خصوصي سکتور د فعاليت په وړاندې نه يوازې خنډ شتون نلري چې  حکومت تل هلې ځلې کړې دي چې په دغو دوو برخوکې زياتې حقوقي او قانوني آسانتياوې ترلاس لاندې ونيول شي .
قانونپوه دانش د دغه ټکي په يادونې سره چې په ځينو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې هم يو لړ ستونزې شتون لري، وويل چې د بهرنيو متخصصوکادرونو د حذب په برخه کې په قانوني لحاظ هيڅ راز محدوديت شتون نلري او په خصوصي پوهنتونونوکې د کانکور د آزموينې د ترسره کولو د چارو د سمون لپاره هم يو جلا طرزالعمل اټکل شوى دى چې په هغه صورت کې به شته ستونزې لرې شي.
دغه راز ده وويل چې دخصوصي پوهنتونونو او له هېواد څخه بهر د اکاډميکي
مرکزونو ترمنځ د همکارۍ د تفاهم ليکونو د لاسليک په لاره کې هم هيڅ راز قانوني خنډ شتون نلري.
قانونپوه دانش د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو په اتحاديه کې د اغيزمنې همغږۍ او فعاليت په پياوړتيا باندې په ټينګار سره وويل چې د دوى نورې غوښتنې به د مسوولو ارګانونوله لارې تعقيبې کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.