27 June 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور رئیس غني محصلینو او متعلمینو ته : افغانستان به ستاسې په همت ودانیږي

جمهور رئیس غني محصلینو او متعلمینو ته : افغانستان به ستاسې په همت ودانیږي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور...

دملي دفاع وزارت : درې ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول

دملي دفاع وزارت : درې ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول

پلخمري \ باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ : دملي دفاع وزارت...

جمهور رئیس غني د ۳۴ولایتونو له ملکي او نظامي مشرتابه سره اختر مبارکي وکړه

جمهور رئیس غني د ۳۴ولایتونو له ملکي او نظامي مشرتابه سره اختر مبارکي وکړه

کابل باخترد چنګاښ دمياشتې ٥ : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيکا کې د پوهنې په برخه کې د خلکو همکاري زیاته شوې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۴ مه
د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست مسولين وايې د پوهنې په برخه کې د ولسونو همکاري زياته شوې ده.
دوی زياتوي چې په روان مالي کال کې د پکتيکا ولسونو له خوا د دغه ولايت د معارف په چوکاټ کې له ښوونځيو سره ۲۳ مليونه افغانۍ مرسته شوې ده.
د پکتيکا د پوهنې رېیس محمد نسيم واجد باختراژانس ته وويل، چې د پخوا په پرتله دولسونو همکاري له ښونې او روزنې سره زياته شوې چې په مټ يې دوی په ښوونيزه برخه کې ډير پرمختګونه کړي دي
ديوسف خيلو ولسوالۍ يوتن اوسيدونکي باختر اژانس ته اژانس ته وويل، چې اوس ولسونه د زده کړو په ارزښت پوي شوي دي نو د همدې له امله د خپلو اولادونو د يو ښه راتلونکي په موخه له ښوونځيو سره مرستې کوي.
ده زياته کړه چې د دغه ولايت په يحيی خيلو ولسوالۍ کې د ولس له خوا د دوه ميليونو افغانيو په لګښت د نجونو لپاره د يوه ښوونځي رغول د ښوونې او روزنې له پروسې سره د ولس همکاري په ډاګه کوي.
ديادونې وړده، چی د دغه ولایت د یحی خېلو ولسوالي ولسونو  تېره ورځ هم ښوونې او روزنې ته د ګلالیو ماشومانو د جلب په موخه پراخ کمپاین تر سره کړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.