په سرپل کې يوه ښوونځي ته دنوي ودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې اوومه :
په سرپل ولايت کې دچلدنګم ښوونځي لپاره ديوې اته خونيزې ودانۍ  دجوړولو کار پيل شو .
ټاکل شوې ده چې دغه ودانۍ اته درسي خونې او نور تعليمي تجهيزات ولري .
دغه ودانۍ په سرپل ښار کې دچلدنګم په نامه ښوونځي ته جوړيږي .
دسرپل والي  محمدظاهر وحدت باختراژانس ته وويل چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره په زرګونو تنه زده کوونکي  په مناسبې  درسي فضا  لاسرسى پيداکوي .
دغه ودانۍ به دهندوستان هېواد په مرسته جوړه شي .
  ختم- ف _ اکرم

 

back to top