په سرپل کې يوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

سرپل باختر د تلې  لسمه :
په سرپل ولايت کې نن د يوه ښوونځي د نوې وډانۍ د جوړولو کار پيل شو .
د سرپل ولايت د پوهنې رييس باختر آژانس ته وويل: دغه ودانۍ د سرپل  په مرکز چيلانګم سيمه کې د يوه جريبه ځمکې په ساحه کې د هندوستان په مرسته د لسو ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاحه او اساسي ډول جوړيږي
د خبرحاى دڅرګندونوله مخې: د دغه ښوونځي په ودانۍ کې اته درسي او درې اداري خونې، د اوبو رسولو سيستم او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې په يوکال کې بشپړيږي .
  ختم_ ج _ اکرم

back to top