23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل پوهنتون کی د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د دوو ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٨مه
په کابل پوهنتون کی  د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یو لوی ادیتوریم او یوه تدریسي ودانۍ  د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په هغې غونډه چې په دې اړه پرون په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټرعبداللطیف روشان، د کابل پوهنتون رئیس استاد حمیدالله فاروقي او په کابل کې د چین هېواد سفیر، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د کابل والي، د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، د بېلابېلو ادارو مسوولینو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او ګن شمېر محصلانو ګډون کړی و.
د افغانستان اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو شپاړلسو کلونوکې له افغانستان سره د بیا رغونې په برخه کې د چین هېواد همکارۍ ارزښتناکې وبللې. 
ده زیاته کړه: اوس مهال فرصتونه برابر شوي او زموږ ځوانان هم باید له دغو فرصتونو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي، ځکه موږ باید نور وخت ضایع نه کړو، بلکې د نړۍ له پرمختګونو څخه د خپلې ټولنې د ودې لپاره ګټه واخلو.
د افغانستان اجرائیه رییس د لوړو زده کړو په برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه وستایل او د هېواد د لوړو زده کړو سکتور په برخه کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان له کابل پوهنتون سره د چین هېواد همکارۍ له افغانستان سره د ښه نیت نښه وبلله.
ډاکتر عبداللطیف روشان د لوړو زده کړو د ودې او د هېواد د تحصیلي بنسټونو د معیاري کولو په برخه کې د یو شمېر نویو پروګرامونو د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه د دغو پروګرامونو په تطبیق سره به د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور په سیمه ییزه او نړیواله کچه ځانګړی ځای ومومي.
ده وویل: د تحصیلي نصاب د معیاري کولو لپاره د ملي اجماع پر جوړولو کار کوي او همدارنګه د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو په رده بندۍ کې مو د هېواد د پوهنتونونو د درولو لپاره کار پیل کړی چې پر بنسټ به یې د تحصیلي سکتور د پیاوړتیا لپاره غوره زمینې برابرې شي.
په کابل کې د چین هېواد سفیر (یاهو جینګ) د افغانستان او چین هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره، له افغانستان سره د چین دوستي ویاړ وباله او زیاته یې کړه چې دوی به دغې دوستۍ ته دوام ورکړي. 
همدارنګه د کابل پوهنتون رییس استاد حمیدالله فاروقي له کابل پوهنتون سره د چین هېواد مرستې ارزښتناکې وبللې او زیاته یې کړه: د دغو ودانیو په بشپړیدو سره به په کابل پوهنتون کې د سمپوزیمونو، علمي کنفرانسونو او نورو اکاډمیکو پروګرامونو د جوړولو لپاره لازم بستر رامنځ ته شي.
  د کابل پوهنتون لپاره نوی ادیتوریم د ۱۵۰۰ تنو ظرفیت لري او همدارنګه تدریسې ودانۍ ۴۰ خونې لري چې کار به یې په دوو کلونوکې بشپړ شي.#
پاى_ج

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.