17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د سمنګانو ولايت د انتخاباتې شکايتونو...

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د نهو کيلو متره مواصلاتي سړک...

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : څلور تنه وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د لوړو زده کړو په وزارت کې د 7 میلیونو 41 زره افغانیو په لګښت، د یو وړکتون ودانۍ کار بشپړ او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له خوا پرانیستل شوه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٨ نيټه :
د لوړو زده کړو  په وزارت کې د 7 میلیونو 41 زره افغانیو په لګښت،     د یو وړکتون ودانۍ کار بشپړ او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له خوا پرانیستل شوه.
دلوړو زده کړو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د دې وړکتون د پرانیستلو پر مهال په داسې حال کې، چې د دغه وزارت مرستیالان هم حاضر وو، وویل: د لوړو زده کړو وزارت ښځینه کارکوونکې د کار پر مهال د خپلو کوچنیانو د سمبالونې او ساتلو په برخه کې له یو لړ ستونزو سره مخامخې وې، چې لوړو زده کړو وزارت دې موضوع اهمیت ته په کتو سره د دې  وزارت په انګړ کې، یو وړکتون جوړ کړ. 
ده وویل: دغه وړکتون، چې په یو وخت کې د۵۰ تنو کوچنیانو ظرفیت لري، ۶ خونې، پخلنځی، د لوبو مجهز پارک، د کوچنیو ماشومانو لپاره د چپرکټونو او اړوندو تجهیزاتو درلودونکی دی.
دغه وړکتون په څلورو میاشتو کې د لوړو زده کړو وزارت پراخیتايي بودجې څخه په عصري او معیاري ډول جوړ شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت ښځینه کارکوونکو د دې وړکتون دجوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او د لوړو زده کړو وزارت  د رهبري پلاوي له دغه اقدام څخه یې مننه وکړه.
پاى \ ذکرالله \

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.