22 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرکټ څلورو ټيمونو حذفي پړاو ته لاره وموندله

کابل \باختر دغويي دمياشتې ١نيټه : دهندوستان د اې پي...

په لوبه کې د مجيب نه شتون د پنجاب ټيم د ماتې سبب شو

کابل \باختر دغويي دمياشتې ١نيټه : د افغانستان توپ اچوونکي مجيب...

افغانستان د کرکټ لومړى مقام وګاټه

کابل \باختر دغويي دمياشتې ١نيټه : د افغانستان د کرکټ ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکترکمال سادات: د ځوانانو ځواني په تعلیم ښکلي ښکاري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٤مه
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات د دنیا پوهنتون له ریيس جنرال سنګدل سره په دغه پوهنتون کې د مستحقو ځوانانو د شمولیت په اړه موافقه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په دې اړه د ځوانانو معین ويې ویل چې معینیت په ټول افغانستان کې له یوشمیر پوهننتونونو سره تړونونه لري چې له مخې یې مستحق او بېوزله ځوانان په تحفیف او یا هم په وړیا ډول په اړونده پوهنتونونوکې زده کړې کوي چې له امله یې ګڼ شمېر ځوانان لدې طلايي وخت څخه برخمن شوي دي او دا مهال آن تر ماسټرې کچې پورې په هغو پوهنتونونو او د زده کړو په نورو مرکزونوکې په زده کړو بوخت دي چې د ځوانانو معینیت له لوري ورسره تړونونه لاسلیک شوي دي.
له همدې امله د ځوانانو معین د دنیا پوهنتون له ريیس څخه وغوښتل چې په راتلونکي پسرلنې دوره کې هم ځوانانو ته د تحفیف او یا هم په وړیا ډول په نوموړي پوهنتون کې د زده کړو زمينه برابره کړې ترڅو یوشمېر نور ځوانان هم لوړې زده کړې وکړي.
دغه راز د دنیا پوهنتون رييس جنرال سنګدل هم ويې ویل، چې پوهنتون به یې د پخوا په پرتله زیات ځوانان او په ښه تحفیف سره ومني او تکړه محصلینو ته به یې نور ښه ښه فرستونه هم برابر کړي.
د يادونې وړ ده چې د ځوانانو چارو د معینیت په وړانديز او د د هېواد د جمهور ريیس محمد اشرف غني په منظورۍ سږ کال د (ځوانانو) کال په نوم نومول شوی او هم نوموړي معینیت د ځوانانو د ژوند د لاښه والي په موخه پنځه کلنه ستراتیژي هم جوړه کړه چې په راتلوونکو پنځو کالونوکې به د ځوانانو لپاره په ملي او نړیواله کچه کار کوي.
د دغې ستراتیژۍ په عملي کولوکې د افغانستان اړونده ادارې او ملګري ملتونه یو ځای کار سره کوي.# پاى_ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.