17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د سمنګانو ولايت د انتخاباتې شکايتونو...

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د نهو کيلو متره مواصلاتي سړک...

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : څلور تنه وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په برملې ولسوالۍ کې لسګونه زده کوونکي له پاکستانیو ښوونځیو څخه راګرځېدلي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د لیندۍ دمیاشتې ۱۵ مه
د پکتیکا ولایت په برملې ولسوالۍ کې بيا ځل رغول شوي ښوونځي د دې لامل شوي چې افغان زده کوونکي د پاکستانيو ښوونځيو څخه راوګرځي او په کور دننه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د برملې اوسيدونکي وايي چې په دغه سيمه کې ښوونځی وو، خو بيارغونې ته يې اړتيا لرله.
دوی وايي چې د پاکستان سره پر پوله د کمال خان سرحدي ښوونځي بیارغول د دې لامل شوي دي چې افغان زده کوونکي له پاکستانيو ښوونځيو څخه راوګرځوي.
دوی زیاتوي چې یاد ښوونځي د سيمې د خلکو،ښوونکو او دپوله ساتو ځواکونو په شخصي لګښټ سره بيا ځل ورغول.
د کمال خای سرحدي ښوونځي ښوونکو د باختر اژانس له سيمه ييز خبريال سره په مرکه کې ويلي چې د دغه ښوونځي په فعالیدو سره زیات شمېر افغان زده کوونکو ته د پاکستانيو ښوونځيو پر ځای په کور دننه د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې بيا د پوله ساتو ځواکونو د اتم کنډک قومندان وايي چې د دغه ښوونځي پر فعالېدو سره به افغان زده کوونکي د پاکستاني ملي سرود پر ځای خپل ملي سرود زمزمه کړي.
خو د برمل د پوهنې آمر بیا وايي، لاهم دغه ښوونځی د تشکیل، معياري ودانۍ او د اوبو د نشتوالي سره مخامخ دی چې باید دولت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې لا هم د برملې سلګونه زده کوونکي د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د پولې پورې غاړې ته ځي، او په پاکستانیو ښوونځیو کې زده کړې کوي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.