16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غني خېلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي واسکټ ترلاسه کېدل

جلال اباد باختر د چنګاښ ۲۵ مه افغان ځواکونود ننګرهار ولایت...

په هلمند کې د ۸ تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

لښکرګاه باخترد چنګاښ ۲۵ مه د هلمند ولایت په ناوې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له دارالعلوم څخه څلور سوه پنځوس تنه نجونې فارغې شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر دليندي  يو ويشتمه :
دبي بي  عايشې صديقه له دراالعلوم  څخه نن څلور سوه پنځوس تنه نجونې  فارغې شوې .
دغه نجونې  ددغه دارالعلوم له څوارلسم ټولګي څخه فارغې شوې دي او که چيرې دنمرو اوسط يې  په سلوکې له اتياڅخه لوړ وي کولاى شي دلوړو زده کړو موسسو ته لاره پيداکړي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت  جوړه شوې وه  دپوهنې وزارت  داسلامي تعليماتو معين ډاکتر شفيق صميم ،  په ولسي جرګه کې دخلکو استازي  عبدالستار  خواصي ، يوشمير عالمانو او ددارالعلوم استادانو او نجونو ګډون کړي و .
  لومړى  ډاکتر شفيق صميم  ددرسي کيفيت دکچې دلوړولو په لاره کې دبي بي عايشه صديقه   دارالعلوم  دچارواکو دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دهېواددپوهنې وزارت په مسووليتونو په پوهيدو سره  دټولنې ټولو قشرونو ته  د زياتو تعليمي زمينو  دبرابرولو  په لټه کې دى او دغه وزارت  له بل  هر څه څخه زيات  دلوست کيفيت ته  اهميت ورکوي  او په دې لټه کې دى  چې  د کيفيت کچه  له پخوا زياته لوړه شي .
  په ولسي جرګه کې  دخلکو استازي  عبدالستار  خواصي  هم په خبرو کې وويل  چې  داسلامي  علومو له مرکزونو څخه  د نجونو  فراغت  دهغو کسانو په  خولې ځپنده  سوک دى  چې ادعاکوي چې ګڼې  داسلام مبين دين  له نجونو څخه دتعليم او زده کړې  حق  سلب کړى دى .
په داسې حال کې چې دغه دين يو داسې دين دى  چې  دعلم زده کړه يې په ښځې او نارينه فرض کړى دى .
په پاى کې دبي بي عايشه صديقه دارالعلوم  دامرې  نظيفې  صديقې  دهڅو دستاينې په موخه دملالي  مډال  دعبدالستار خواصي له خوا دې ته ورکړى شو .
ختم _( ف  _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 13 December 2017 05:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.