17 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په تخار ولايت کې  ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

په تخار ولايت کې ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو...

 دکوچنيو  پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

دکوچنيو پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : داقتصاد وزارت دکوچنيو پرمختيايي...

پوهاند محمدر سول باوري :  دنيمروز څلې  سروې کيږي .

پوهاند محمدر سول باوري : دنيمروز څلې سروې کيږي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دنيمروز له ولايت څخه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې دحکيم سنايي دخصوصي پوهنتون دطب له پوهنځي څخه دلومړى دورې فراغت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
دلومړى ځل لپاره په بغلان ولايت کې دحکيم سنايي  دخصوصي پوهنتون دمعالجوي طب  له پوهنځي  څخه څلور پنځوس تنه فارغ شول .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې ده ،په پيل کې سيد محمد مل دهېواد دلوړو زده کړو وزارت په استازيتوب  دطب له پوهنځي څخه دلومړى دورې فارغانو دفراغت له امله دمبارکى  دويلو تر څنګ  هغوى دټولنې اوخلکو په وړاندې  خپلو راتلونکو مسووليتونو  ته ځير کړل .
  ښاغلي مل  طبابت يو مقدسه  او سپيڅلې دنده وبلله او له فارغانو څخه يې وغوښتل چې له خپلو علمي زده کړو څخه په استفادې سره هغو اړو کسانو ته چې  زياتره يې په لرې پرتو کليو او بانډو  کې دي ، دخدمت جوګه شي .
وروسته  دحکيم سنايي دخصوصي پوهنتون رييس ډاکتر  خير الدين فايض  ددغه پوهنتون داستادانو دهڅو او هاند له امله دقدردانۍ په ترڅ کې ، فارغانو ته په خطاب کې وويل ستاسو فراغت ستاسو په اوږو يو دروند پيټى کيښوداو لومړى  بايد تاسې  ځوان ډاکتران دطبابت  اخلاق رعايت کړئ ، اوبايد دخپل مقدس مسلک له لارې له ناروغانو  او ناروغ لرونکو سره سوداګرى ونه کړى .
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم  ٤٠ تنه ځوانان چې ٢٠ تنه يې نجونې دي  دحکيم سنايي  دخصوصي پوهنتون  دعالي قابلګي او لابراتوارله څانګو څخه فارغ  او ټولنې ته وړاندې شوي وو .
په  بغلان کې  دحکيم سنايي  خصوصي پوهنتون په ١٣٩٣ کال کې په فعاليت پيل کړى دى چې همدا اوس ١٤ زره تنه  ددغه پوهنتون په شپږو پوهنځيو کې په زده کړې  بوخت دي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.