20 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۶ لمریز کال د کانکور د ازموینې په ۴۳ بریالیو کسانو دمبارکۍ پاڼو وېشل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٨ :
د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۶لمریز کال دکانکور دازموینې ۴۳بریالیو کسانو  ته د مبارکۍ پاڼو وېشلو غونډه ، د بهرنیو چارو د وزیرصلاح الدین رباني ، سیاسي، ادارې او سرچینو او اقتصادي همکاریو معیینانو،  د بهرنیو چارو وزارت د شعباتو د ریسانو او د رسنیو په ګډون ، پرون له غرمې وروسته د دغه وزارت د ستور په ماڼۍ کې جوړه شوه .
په پېل کې، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د مبارکۍ په ويلو او د نیکو هیلو په څرګندولو سره، دبهرنیو چارو وزارت ته د پوهو ځوانانو راتګ چې دماسترۍ او ډاکترۍ د لوړ ظرفیتونو خاوندان دي دبهرنیو چارو وزارت معیاری کېدو په لاره کې یو بل مهم ګام وباله او دبهرنیو چارو وزارت  دکانکور په ازموینه کې د رڼښت او د عدالت اصل مراعاتول ېې د افغانستان د دېپلوماسۍ دستګاه لپاره یو بریالیتوب وباله.
صلاح الدین رباني د اداري اصلاحاتو پر اغیزمنه او پراخه پروسه چې د دېپلوماسۍ اډانه کې مخکې پېل شوې ده، بیايې ټینګار وکړ او هېواد او د افغانستان دېپلوماسۍ دستګاه ته د خدمت په لاره کې ېې خپله ژمنتیا په ډاګه کړه.                                                    د یادونې وړ ده، دبهرنیو چارو وزارت دتحریري ازموینې، دڅو کمیسیونونو تر نظر لاندې چې مشري ېې د بهرنیو چارو وزارت د  ادارې او منابعو معین ډاکټر نصیراحمد اندیشه کوله،  د ۱۳۹۶ لمریز  کال د وري په ۲۶ مه نېټه ترسره شوه چې د ۲۳۹۰ دمتقاضیانو له ډلې په لومړي پړاو کې ۸۸۶  تنه حضور پیدا کړ چې  دهغوی له منځه ۱۷۲ تنو دوهم پړاو ته چې حضوري مصاحبه وه د بري فرصت  ترلاسه کړ. او دحضوري مرکې له تېرولو وروسته د هغوی له منځه ټولټال  ۴۳ تنه هلکان او نجوني بهرنیو چارو وزارت ته د دغې ازموینې د بریالیو کسانو په عنوان انتخاب او ومنل شول . دغه غونډه په بریالیو ځوانانو د مبارکۍ پاڼو په  ويشلو سره پای ته ورسیده.
پاى \ ذکرالله \

Last modified on Monday, 08 January 2018 12:35

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.