16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيکا کې د پوهنې امریتونه په لمریزې برېښنا او کمپيوټرونو سمبال شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د مرغومې ۱۹ مه
د پکتیکا ولایت د دوولسو ولسوالیو د پوهنې امریتونه په لمريزې برېښنا او کمپیوټرونو سره سمبال شول.
د پکتیکا د والي مرستیال عطاالله فضلي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې،په عصري وسایلو سره د پوهنې د امریتونو فعالېدل د کارونو د لا ګړنديتوب لامل کېږي.
هغه د اړونده ولسوالیو د پوهنې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې، له ورکړل شویو وسایلو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د پکتيکا د پوهنې سرپرست محمدکریم اتلوال وایي چې د شا وخوا اته سوه زرو افغانیو په ارزښت دغه توکي د دوولسو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته ورکړ شول.
د ده په وینا په دې سره به د دغو ولسوالیو د پوهنې بهیر چټک او کارکوونکي به يې ګڼو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا  کړي.
اتلوال زیاتوي، هڅه کوي چې دغه پروګرام نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د یادونې وړ ده چې، د مرکز ښرنې ترڅنګ، ارګون، ګومل، سروبې، جانیخېل، یحیی خېل، خیرکوټ، یوسف خېل، مټاخان، سرروضه، زیړوک او ګیان هغه ولسوالۍ دي چې، د پوهنې امریتونه یې په کمپیوټر، انټرنېټ او لمریزې برېښنا سمبال شول.پای/وصال

Last modified on Tuesday, 09 January 2018 12:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.