19 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په نورستان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: ٩ تنه وسله وال طالبان په...

 په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د مرغومي ٢٩: په ننګرهار ولايت کې له زرو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجرائيه رئیس د بغلان محصلینو د اتحادیې له غړو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي نولسمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د بغلان ولایت د محصلینو اتحادیې له غړو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ،
د بغلان محصلینو د اجرائيه رئیس له وروستیو ملي دریځونو سره ملاتړ اعلام کړ او ویې ویل، چې اجرائیه رئیس تل په ملي مسایلو ټينګار کړی او ملي ګټې یې تر هر څه مهمې بللې دي. هغوی ډاډ ورکړ، له همدې امله د اجرائيه رئیس پر وړاندې هر ډول دفاع او ملاتړ ته چمتو دي.
هغوی د سیاسي موافقه ليک په بشپړ پلي کېدو ټينګار وکړ او ویې ویل، چې افغانان د اوسني حکومت ملاتړ کوي.
د دې ترڅنګ هغوی خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په دولتي ارګانونو کې د کدرونو ګومارل، له وزګارتيا سره مبارزه او د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې د هغوی اساسي غوښتنې وې.
د هېواد اجرائيه رئیس د بغلان د محصلینو اتحادیې له غړو مننه وکړه او ویې ویل، چې د دوی ټولو ستونزو ته به رسیدګي وکړي.
هغه ځوانان یووالي او زدکړو ته را وبلل او ټينګار یې وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې اساسي اړتیا یووالي او اتحاد ته.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: دښمنان هڅه کوي چې په بېلابېلو لارو او توطیو سره په افغانانو کې نفاق ته لمن ووهي؛ خو ځوانان باید هوښیار و اوسي، اجازه ورنکړي چې د داسې توطیو ښکار شي.پاى- ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.