21 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه په بزګرانو  تراکتورونه وويشل شول .

دفراه په بزګرانو تراکتورونه وويشل شول .

کابل باختر د کب لومړى : نهه تراکتورونه ...

 په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

کابل باختر د کب لومړى : دبدخشان دڅلورو ولسواليو روغتيايي مرکزونه...

  دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

کابل باختر د کب لومړى : دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په شبرغان کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ پرانستل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
په  جوزجان ولايت کې د څلورو ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه ودانۍ د شبرغان ښار په مربوطاتو کې داکتيد د موسسې له خوا د يوسلو  نوي زرو ډالرو په لګښت  جوړې  شوي دي.
داکتيد  دفتر  د تعليمي پروژو مسوول  نصير يوسفي وايي ؛ دغه ودانۍ درسي خوني او نورضروري ملحقات لري چې د اکتيد موسسې له خوا  د شبرغان ښار  د پمپ خانې ، ترکستان ، چارپيکال او د قرچين په کليو کې په يوه پوړ کې  جوړې شوي دي.
يوسفي د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې، په دغو ښوونځيو کې په دوو وختونو کې  د نجونو او هلکانو په ګډون څه ناڅه شپږ سوه تنه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي.
يوشمير زده کوونکو د دغو ودانيو د پرانستلو  هرکلى وکړ، خو د اوبو  نشتوالى يې  يوه مهمه ستونزه وبلله اوله اړوندو مقاماتو څخه يې د دغې ستونزې د لرې کولو غوښتنه وکړه.
پاى \ ج\ذ

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 05:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.