24 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بدخشان کې  د شاتو د مچيو روزنې سمون موندلى دى

په بدخشان کې د شاتو د مچيو روزنې سمون موندلى دى

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د بدخشان ولايت...

 په ميدان وردګوکې ٨٠ تنه پوځيان د طالبانو له خوا آزاد شول

په ميدان وردګوکې ٨٠ تنه پوځيان د طالبانو له خوا آزاد شول

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې د پوهنې دملاتړ پروګرام جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
په پروان ولايت کې نن د پوهنې دملاتړ پروګرام  جوړشو .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ د جمهور رئيس د فرمان له مخې ،
١٣٩٧  کال له پوهنې سره د ملاتړ  د کال په نامه  نومول شوى دى.
د پروان ولايت د پوهنې رياست هم  د خلکو د ملاتړ د جلبولو په  مقصد د سيمه ييزې ادارې  او د ولايتي شورا د مسوولانو او د پروان ولايت د يوشمير  خلکو په ګډون  يوه غونډه  جوړه شوه.
په دې غونډه کې  د پروان والي  فضل الدين عيار د هېواد د جمهور رئيس  فرمان له  پوهنې سره د ملاتړ لپاره مناسب  او دقيقه لاره وبلله .
هغه وويل چې ؛  د پروان  سيمه ييزه اداره  د دغه پروګرام  په عملي کولو کې ژمنه ده او له پوهنې سره د مرستې  د بهير د لاښه والي لپاره د خلکو د بيلابيلو قشرونو  او پانګه والو د هڅونې لپاره هڅې کوي.
د پروان ولايت دپوهنې رئيس زلمي شهيد وويل چې د دغه ولايت  له  پوهنې  سره د خلکو د مرستو د پراختيا  لپاره  به زياتې هلې ځلې وکړي.
دغه راز دپوهنې  وزارت سلاکار حميدالله حاتم   د پروان د ولايتي  شورا رئيس غلام بهاءالدين جيلاني  او د چاريکارو  ښاروال روح الله  صديقي  ژمنه وکړه  چې له  پوهنې سره د ملاتړ د پروګرام د عملي کولو په لاره کې  هڅه او هاند کوي.
پاى \  ع \   ذ

Last modified on Monday, 12 March 2018 05:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.