10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  له فساد سره مبارزه دسولې اوثبات په تامينولو کې له افغانستان سره مرسته کوي .

له فساد سره مبارزه دسولې اوثبات په تامينولو کې له افغانستان سره مرسته کوي .

کابل باختر د ليندى اتلسمه : له اداري فساد سره دمبارزې...

 په هرات کې  دخبريالانو دستونزو دڅيړنې دغوڼدې جوړيدل .

په هرات کې دخبريالانو دستونزو دڅيړنې دغوڼدې جوړيدل .

کابل باختر د ليندى اتلسمه : په هرات ولايت کې ...

  دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين دايران له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين دايران له سفير سره وکتل .

کابل باختر د ليندى اتلسمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پوهنې د بهیر د ودې او پياوړتيا لپاره ګډ کار ته اړتيا ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکر ګاه باختر د کب دمياشتې ٢٢ مه
د پوهنې د بهير د ودې او پياوړتيا لپاره بايد له ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه واخېستل شي.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د هلمند د والي مرستيال مجاهد الله صفاري په يوې ځانګړې غونډه کې وکړې.

صفاري وويل: جمهور ريېس ۱۳۹۷ کال د معارف په نوم نومولی دی، نو په همدې اساس پر دې بايد جدي کار وشي، څو د پوهنې په برخه کې ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې او د اواري لپاره يې کار وشي.

هغه زياته کړه، د حج اوقاف رياست دنده لري، چې د جوماتونو له لارې د پوهنې پر ارزښت او ښوونځيو ته د خلکو د هڅولو په اړه د اسلامي ارشاداتو پر بنسټ عامه پوهاوی ورکړي.
هغه د اقتصاد ريېس ته هم سپارښتنه وکړه، چې د بېلابېلو موسيسو سره ځانګړې غونډې ونيسي او د پوهنې د بهير د پياوړتيا لپاره دې ترې د همکاریو او مرستو غوښتنه وکړي.
صفاري په ټوله کې د اړوند ادارو څخه وغوښتل، چې د ۱۳۹۷ کال لپاره د پوهنې په وضعيت کې د ښه بدلون په موخه يو ځانګړی پلان جوړ کړي څو د پلي کولو لپاره يې کوټلي ګامونه پورته شي.پاى _ وصال
 

Last modified on Wednesday, 14 March 2018 05:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.