26 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر د ثور پنځمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجرایېه ریېس د پروفسیور برهان الدین رباني د پوهنتون په چوکاټ کې د فوق لېسانس د لوړ زده کړو مرکز پرانېست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري ۲۸ مه
د هېواد اجرایېه ریېس پرون د سولې د شهید استاد پروفیسربرهان الدین رباني د پوهنتون په چوکاټ کې د فوق لیسانس د لوړ زده کړو مرکز پرانېست .
د اجرايېه ريېس د دفتر ویاند باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د هېواد اجرایېه ریېس ډاکټر عبدالله عبدالله د فوق لیسانس د لوړو زده کړو د مرکز د پرانېستلو په وخت کې وویل  چې ، د دغه مرکز جوړول د هېواد د پوهنې او د لوړو زده کړو په لاره کې يو مهم بریالیتوب او یو هیله من کوونکی اقدام دی .
د هېواد اجرایېه ریېس د امریکا د متحده یالاتو USAID  له انکشافي ادارې څخه د افغانستان د ښه همکار په توګه په ټولو برخو کې په تېره بیا د لوړو زده کړو په برخه کې  يادونه وکړه او د دغې ادارې همکارۍ يې وستایلې .
د شهید رباني د پوهنتون د ماسترۍ برخه په ۱۳۸۷  کال د امریکا د متحده ایالاتو په همکارۍ د دغه هېواد د پوهنتونونو او د بشري ځواک د پراختیا د ملاتړ مساچوستس پوهتنون له خوا جوړه شوه.
په لومړيو کې د شهيد رباني په پوهنتون کې يوازې د ښونې او روزنې څانګه تدریس کېده ،خو اوس په څلور څانګو کې په کې د فوق لیسانس د لوړو زده کړو د مرکز په نامه هم خپلواک مرکز جوړ شوی دی.
د يادونې وړه ده چې د شهید رباني د پوهنتون په چوکات کې د ماستري په څانګه کې د ښونې او روزنې ، انګلیسي ، عربي ، د تعلمي نصاب د پراختیا او روزنېز مدیریت او د رهبرۍ څانګې تدریس کېږي پای.عطاء الله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.