27 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

کابل باختر د غبرګولي څلورمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په نورستان کې داوو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې داوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه دوسله والو طالبانو په ډلې...

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : اته تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پکتيکا د پوهنتون د ليليې د ودانۍ چارې د نامعلومو دلايلو په اساس ځنډول شوي دي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه باختر د غويي د مياشتې ٢مه
د پکتيکا پوهنتون د ليليې د ودانۍ د جوړېدو چارې چې دوه کاله مخکې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ۲۸ مېليونو افغانيو په لګښت سره پيل شوې وې د نا معلومو دلايلو له امله يې کار په ټپه ولاړ دی او مسوولين  وايي چې بودجه يې هم لغوه کېږي.
د پکتيکا ولايت د پوهنتون ريېس پوهنمل علي جان عادل د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، دوه کاله مخکې د پکتيکا پوهنتون د ليليې د ودانۍ چارې دلاليزي شرکت له لوري پيل شوې وې خو اوسه يې کار په ټپه ولاړ دی.
هغه زياته کړه چې، دغه ودانۍ د ۲۸ مېليونو افغانيو په لګښت سره د لوړو زده کړو وزارت له لوري جوړېږي چې قرار دادي شرکت يې يواځې شل فيصده کار کړی نور په ټپه ولاړ دی.
د ريېس په خبره په دې اړه يې د لوړو زده کړو وزارت، قراردادي شرکت، قومي مشرانو او ولايتي ادارې سره خبرې کړي، خو تر اوسه يې د حل کوم څرک نه لګېږي او نه هم قرار دادي شرکت غواړي چې کار وکړي.
د سرچينې په خبره،قرار دادي دوه ځلې د پوهنتون د ليليې لپاره په بېلابېلو ځايونو کې کار پيل کړ او درېيم ځل يې د پوهنتون سره په خواکې پيل کړ، خو قرار دادي غواړي چې د تېرو کارونو حساب دې هم ورکړل شي او د نوې ودانۍ هم.
يوه تن محصل منور مبارز وويل: د پکتيکا د پوهنتون د ودانۍ چارې په ټپه ولاړې دي په دوه کاله کې د پوهنتون او ولايتي اداره ونه توانېده چې د پوهنتون د ليلېې کارونه بشپړ کړي.
هغه وويل چې ديادې ليليې د جوړېدو چارې دوه کاله وړاندې پيل شوې وې خو اوس يې يواځې ۲۰ فيصده کار شوی دى.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې قرار دادي شرکت دې عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي کړي او د کار د ځنډ پوښتنه دې ترې وشي تر څو د ودانۍ د جوړېدو سرنوشت معلوم شي.
د ځوان پارلمان استازي فقيرزاده هم وويل چې د لوړو زده کړو وزارت او ولايتي اداره دې په ګډه دې ستونزې ته حل لارې ولټوي ترڅو د ليليې ستونزه اواره شي او محصلين د استوګنې مناسب ځای ولري.
د پکتيکا ولايت د والي وياند محمد الرحمن اياز هم ومنله چې له تېرو دوه کلونو را په دې خوا د پوهنتون د ليليې د ودانۍ د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.
هغه زياته کړه چې دغه موضوع يې د ولايتي ادارې سره په ګډه له وزارت سره تعقيب کړې او غواړي ورته حل لار ولټوي.
د يادونې وړده چې د پکتيکا پوهنتون شپږ کال مخکې په فعاليت پيل وکړ چې اوس مهال پکې د ښوونې او روزنې او کرنې په پوهنځيو کې شاوخوا ۱۷۴۲ تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.پاى_ وصال

 

Last modified on Sunday, 22 April 2018 12:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.