19 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : د اطلاعاتو اوفرهنګ...

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دميمنې ښار د کانکور د آزموينې داوطلبانو اعتراض وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه : 
په فارياب ولايت کې د لوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت  دآزموينې  داوطلبانو  ددوى دآزموينې دځنډيدو له امله اعتراض وکړ .
دفارياب ولايت دپوهنتون  درياست سرپرست پوهنيار  فيروز بيګ  کريمي  باختر آژانس ته وويل  چې ددغې  آزموينې  دترسره کولو  لپاره ټول  تيارى نيول شوى  دى  خو دلويو لارو  د ناامنۍ ، دهوا  دحالاتو،  دمسوولو مقاماتو دنه پاملرنې  په دليل  دازموينې  داخيستنې هيئت درې ورځې کېږي  چې له  اندخوي ولسوالۍ څخه  دميمنې ښارته  نه ليږل کيږي .
ده زياته کړه چې  داوطلبانو دامنيتي  اوقتصادي  په سختو شرايطو   کې له پنځو ورځو را په دې خوا  له لرې ولسواليو څخه ددغه ولايت  مرکز ته راټول شوي دي.  او زياتره يې په کرايي هوټلونو کې شپې سبا کوي  او ټاکل شوې وه   ددوى آزموينه  په تيرو دوو ورځو کې ترسره شي  خو هيئت  دغه مرکز ته نه دى راغلى.
هغه داوطلبان  چې په سلو کې څلويښت  تنه يې نجونې دي مرکزي اداري او په تيره بيا دفارياب  ولايت  رهبري  يې په بې کفايتي تورن کړى  او ويي ويل  چې دازموينې  دتيرولو په خاطر  دمحرم په توګه  ددوي دکورنۍ له يو تن غړي سره بايد  يوه اوونۍ مسافرت  اومصارف  وزغمي.
ويل کيږي   اعتراض کوونکو په زياتو هلوځلو سره دفارياب ولايت  درهبري اودفارياب  ولايت دامنيتي مسوولانو  په ليدنه بريالي  نه شول  خو  داندخوى  ولسوال سلطان محمد سنجر وايي  چې دوه هليګوپترونه يې له ميمنې  څخه اندخوى ته کوزه شوې  ده او په هغه  صورت کې  چې دباد سرعت  کم شي  الوتنه کوي  او دغه ستونزه حل کوي.
پاى\ ع \ ذ

Last modified on Saturday, 12 May 2018 13:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.