16 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مسلکې ښوونکو نه شتون د زده کړو د کیفیت مخه ډپ کړې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مهترلام باختر د غبرګولي ۱۶ مه
په ښار او ولسوالیو کې د مسلکي ښوونکو نه شتون هغه ستره ستونزه ده چې، د زده کوونکو د زده کړو د کیفیت مخه یی ډپ کړې ده.
د باختر اژانس  د سیمه یېز خبریال  د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د  قندهار والي  تورن جنرال زلمي وېسا د ښار او  ولسوالیو د  ښوونځیو او  مدرسو لپاره د  ځمکې برابرولو په  دوهمه غونډه کې وکړې.
والي وویل: دیني عالمان ،مدني فعالان،ولسي مشران او ښځې دې خپل ماشومان زده کړو ته وهڅوي،  ترڅو وکولای شو په روان کال کې د پوهنې د کمیت او کیفیت په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې ولرو.
ویسا د پوهنې رېیس ته هم سپارښتنه وکړه ؛ترڅو د مسلکي ښوونکو د ستونزې د حل په موخه جدي هڅې وکړي.
په همدې حال  کې  د قندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل  وویل چې؛ ښوونځیو ته د ځمکو د ورکولو ترڅنګ به د پوهنې ریاست سره د  لمريزې برېښنا د هېندارو  او زده کوونکو ته د ښاري فرهنګ د عامه پوهاوی ورکولو په برخه کې به همکاري وکړي.پای/وصال

Last modified on Saturday, 09 June 2018 10:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.