22 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې دکانکور ازموينه پيل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
دهرات  ولايت دليسو څه دپاسه دولس زره تنه فارغان دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو  زده کړو  په موسسو کې دشموليت ازموينه ورکوي .
دهرات پوهنتون رييس پوهندوى ډاکتر عبدالله فايز باختراژانس ته وويل چې دهرات دليسو څه دپاسه دولسو زرو تنو فارغانو په پوهنتونونو  او دلوړو او نيمه لوړو  زده کړو  په موسسو کې دشموليت لپاره نومونه ليکلي دي چې  له دې جملې څخه يو شمير فارغان پرون  او وړومه ورځ  ازموينه ورکړې ده اويوشمير  نور نن په ازموينه کې  ګډون کوي .
ده وويل چې په سلو کې  شپيته برخه وال نجونې  دي .
دهرات پوهنتون رييس زياته کړه چې له دې جملې څخه څلور زره  شپږ سوه  پنځه ويشت تنه به دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو او نيمه  لوړو زده کړو  په موسسو کې جذب شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.