19 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هند له لومړي وزیر سره وکتل

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان...

يوزرو پنځه کيلو ګرامه چرس ترلاسه شول

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه : په ننګرهار ولايت کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خبرتيا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا د مصر هېواد د ليسانس دورې اته تحصيلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي دي. دغه بورسونه هغو مينه والو ته چې لانديني شرايط ولري، ورکول کيږي _ د ښوونځيو د ١٣٩٥ او ١٣٩٦ کلونو فارغان وي چې د دوى د درې کلنو نمرو فيصدۍ په سلوکې له ٨٠ څخه زياته وي، کولاى شي په دغو بورسونوکې نومونه وليکي. _ په هغه صورت کې چې د دغو بورسونو نوماندان بريالي شي؛ د تګ او راتګ د ټکټ پيسې د محصل په غاړه وي . _ د نوم ليکنې لپاره لازم سندونه: _ د ښوونځي د شهادتنامې اصل چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تائيد شوى وي، بريښنايي پاسپورټ، د تابعيت تذکره، د روغتيايي معايناتو بشپړول، د جنايي مسووليت نشتوالى او د پاسپورت لپاره ٥×٤ اته عکسونه. د دغو بورسونو د نوم ليکنې بهير د ويب سايټ له لارې په آنلاين ډول ترسره کيږي او د فورمې کاپي د لوزړو زده کړو وزارت ته سپارل کيږي. له دې امله د دولسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې په دغو بورسونوکې دګډون هيله ولري؛ خبر ورکول کيږي چې د فورمو د ترلاسه کولو او ثبتولو په مقصد دې د لوړو زده کړو وزارت ته ورشي او خپل سندونه دې د روان کال د چنګاښ د مياشتې تر ٢٠نيټې پورې بېرته وسپاري. پاى \ شکريه \ ذ

Last modified on Sunday, 24 June 2018 13:12

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.