کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دلوګر يو تن اوسيدونکي ديوه ښوونځي دودانۍ دجوړولو لپاره ځمکه ورکړه .
دلوګر دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباختراژانس خبريال ته وويل چې دلوګر دمرکز دبابوس دکلي اوسيدونکي محمدګل دپل علم ښار دبابوس کلي دخان اباد دنجونو او هلکانو دښوونځي دودانۍ دجوړولو لپاره خپله دوه جريبه شخصي ځمکه په وړيا ډول ورکړه .
عرب زياته کړه چې دغه ښوونځى څلور کاله مخکې جوړ شوى چې دودانۍ دنه شتون له امله په همدغه کلي کې په کرايي ودانۍ کې فعاليت کاوه .
دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دلوګر اوسيدونکو دښوونځيو دودانيو دجوړولو لپاره خپلې ديرش جريبه شخصي ځمکې ورکړې دي .
ختم_ سعيده _ اکرم