22 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ځوانانو ته په وړيا ډول د کمپيوټر د زده کړې د لومړنى مرکز پرانستل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر دچنګاښ ٢٠     
ځوانانو ته په وړيا ډول دکمپيوټر د زده کړې لومړنى مرکز نن په هرات ولايت کې پرانستل شو .
  دغه مرکز  د (ام ټي ان) د مخابراتي شرکت له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د ځوانانو د چارو په آمريت کې جوړ شوى دى چې نن  د هرات  د والي د مرستيالې مونسې حسن زاده له خوا پرانستل شو .
  په افغانستان کې د (ام ټي ان) د مخابراتي شبکې رييس هدايت الله زاهد د دغه مرکز د جوړولو هدف د ځوانانو د ځواکمنتياو لوړولو ته پاملرنه وبلله او د دغه شرکت د همکاريو  د دوام ډاډ يې ورکړ .
  ده وويل: د نوي نسل او د ځوانانو د ځواکمنتياوو لوړولو ته له پاملرنې پرته په هېواد کې وده او پراختيا ناشونې دي .
مونسې حسن زاده د (ام ټي ان) له مخابراتي شرکت او د (ام ټي ان) له خيريه بنسټ  څخه  د دغه روزنيز مرکز د جوړولو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: په اوسنيو شرايطو کې تکنالوژي او ارتباطاتو ته د ځوانانو لاسرسي مهم دى .
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا روفيان  په دې بيان سره چې په دې روزنيزمرکزکې شل کمپيوټرونه، ميزونه او نور تجهيزات د ځوانانو او د ځوانانو د فدراسيون د غړو  د روزنې په خاطر راټول کړي شوي دي، په دې پرخه کې د (ام ټي ان) د مخابراتي شرکت له علاقمندى او پانګې اچونې له امله مننه وکړه .
روفيان وايي: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هلې ځلې کوي چې ځوانانو ته د کار او روزنې ښې زمينې برابرې کړي .
ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Wednesday, 11 July 2018 13:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.