17 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د ١١ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

په نيمروز کې د ١١ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

زرنج \ باخترد زمري دمياشتې ٢٥ نيټه : ...

څه ناڅه دوه سوه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

څه ناڅه دوه سوه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

جلال آباد\ باختر دزمري دمياشتې ٢٥نيټه : د ننګرهارپه بټي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قندهار په دریو ولسواليو کې هيڅ پرانيستی ښوونځی نشته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قندهار باختر د زمري ۱۶ مه
قندهار د افغانستان له جنوبي ولايتونو څخه هغه ولايت دی، چې په نا امنه ولسواليوکې یې يو شمېر ښوونځي د بېلا بېلو لاملونو له امله تړل شوي او ګڼ شمېر نارينه او ښځينه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
د قندهار د پوهنې رياست مسوولين د نورو کلونو په پرتله ځکه راتلوونکي تعليمي کال ته ښه هيله لري، چې نه يوازې په يو شمېر ولسواليو کې به تړل شوي ښوونځي پرانيستل شي، بلکې د نويو زده کوونکو په شمېر کې به هم د پام وړ زياتوالی راشي.
د قندهار د پوهني رياست مطبوعاتي مسوول نظر محمد صميمي باختر اژانس ته وویل چې د قندهار په ښار او ولسواليو کې ټولټال ۳۵۲ ښوونځي شته چې له دې جملې څخه په بېلا بېلو ولسواليوکې ۱۲۰ ښوونځي تړل شوي دي.
صميمي زياته کړه چې د راتلوونکي ښوونيز کال لپاره دوی په دې هڅه کې دي چې د قومي مشرانو او د سيمې د مخورو په مرسته په ولسواليوکې تړل شوي ښوونځي پرانيزي.
په خبره یې د ۱۲۰ تړل شويو ښوونځيو ترڅنګ ښوراوک، ريګستان او غورک هغه ولسوالۍ دي چې هلته د پوهني بهير په ټپه ولاړ دی او په یادو سیمو کې هیڅ پرانیستی ښوونځی نشته .
د صميمي څخه مو په ښوراوک، ريګستان او غورک ولسواليو کې د پوهني بهير د تړل کيدو په اړه وپوښتل، هغه زياته کړه، چې نا امني او د سيمې د خلکو نه همکاري هغه لاملونه دي، چې هلته هيڅ پرانیستی ښوونځی شتون نه  لري، خو په خبره یې په راتلوونکي ښوونيز کال کې ډېره تمه شته چې په يادو ولسواليو کې هم ښوونځي پرانيستل شي.
صميمي د خپلو خبرو په دوام وويل چې د قندهار ښار او ولسواليو په ټولو پرانيستو ښوونځيو کې ۳۲۰ زره نارينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه ۸۵ زره یې ښځينه زده کوونکي دي.
د قندهار په ښار او ولسواليوکې تر ۳۰  زياتې ثبتې شوې ديني مدرسې هم موجودي دي، چې هلته هم زرګونه نارينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د دې ترڅنګ په قندهار کې د خصوصي ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کمی هم نه احساسيږي، ځګه خصوصي ښوونځي هم تر ۳۰ زيات دي او زرګونه زده کوونکي زده کړي پکې کوي.
په خصوصي برخه کې تر ټولو ښه کار چي په دې ورستيو کي پاملرنه ورته ډېره شوې، هغه د وړکتونونو جوړېدل دي، زياتو کسانو د وړکتونونو د جوړېدو په برخه کي پانګونه کړې او د سلګونو کوچنيانو لومړنۍ روزنه په کې ترسره کيږي.
د پوهني رياست له مطبوعاتي مسوول نظر محمد صميمي سره مو د پوهنې په برخه کي پر موجوده ستونزو هم بحث وکړ.
هغه زياته کړه چې تر ټولو جدي ستونزه په ښار او ولسواليو کې د يو شمېر ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون دی، چې دغې چارې د پوهني بهير تر يوې اندازې پورې ټکنی کړی دی.
ځيني وختونه د زده کوونکو لپاره پر وخت د تدريسې کتابونو نه را رسېدل بله ستونزه ياديږي چې د پوهنې رياست یې په جدي ستونزو کې شمېري.
يوې ښځينه ښوونکې په ښوونځيو کې د ښځينه زده کوونکو لپاره د ټرانسپورټ د نه شتون په برخه کې باختر اژانس ته وویل چې څه موده وړاندې یې زده کوونکو ټرانسپورټ درلود، خو اوس نشته چې په خبره یې دغې چارې پر يو شمېر ښځينه زده کوونکو منفي اغېز کړی دی.
د کتابونو او د استادانو کمښت، حق الزحمه، ښوونکو ته پر وخت معاش نه ورکول، د لابراتوار لپاره د اړين موادو او په ښوونځيو کې د لوبو لپاره د ځانکړي لوبغالي نشتوالى او د ټولګيو او دروازو نه رغېدل یې نورې ستونزې دي.
د حميدالله په نوم بل ښوونکی وايي چې د قراردادي او حق الزحمه ښوونکو معاش پر وخت نه ورکول کېږي او په مياشتو مياشتو یې د معلمۍ کم معاش پاتې وي.
د باختر اژانس سیمه یېز خبریال په قندهار ښار کې د نارينه زده کوونکو يو ښوونځي ته هم ورغلی. د دوی غوښتنه دا ده چې د کانکور د چمتو والي لپاره دې معياري کورسونه جوړ شي، تر څو د دولسم ټولګي فارغ زده کوونکي هلته د کانکور لپاره چمتو والی ونيسي.
په قندهارکې څو کاله وړاندې د نا امنيو او جنګ جګړو له امله د ولسواليو ګڼ ښوونځي تړلي او يا هم د دولت د وسله والو مخالفينو مرچلونه وو.
په هغه وخت کې ښوونکي دندو ته د تلو پر مهال له ستونزو سره مخامخ وو او د زده کوونکو پر مخ به په عام بازار کې تېزاب پاشل کېدل، خو اوس حالت بدل شوی او په ولسواليو کې تعليمي مرکزونه بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي او زده کوونکي اوس په ښار او ولسواليو کې په ډاډه زړه درسونه وايي. 
      پای/وصال

Last modified on Tuesday, 07 August 2018 13:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.