په پکتیا کې شپاړس ښوونځي بیا رغول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ګردیز باختر د زمري ۲۱ مه
د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسواليوکې به د اتو مېلیونو افغانیو په لګښت شپاړس ښوونځي بیا ورغول شي.
د پوهنې رېیس کوچي ځاځي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه ښوونځي به د مرکز ګردیز، زرملې، ښواک، ګرده څیړۍ، وزې ځدراڼ، ډنډپټان، جاني خیلو او د څمکنيو په  ولسوالیوکې بيا ورغول شي.
ځاځي زیاته کړه چې د یادو ښوونځیو د بیا رغولو چارې به د روان ښوونیز کال تر پایه، پای ته ورسېږي چې په مټ به یې سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو ارامه فضا برابره شي.
پای/وصال

 

back to top