20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په درزاب او قوش تيپې کې ښوونځي پرانستل کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د جوزجان  والي  وايي: د درزآب او قوش تيپې د ولسواليو ښوونځي  فعاليږي  .
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: څو اوونۍ مخکې د داعش  ډلې  له طالبانو سره له يوې سختې نښتې وروسته له جګړې څخه لاس واخيست او افغان امنيتي ځواکونو ته تسليم شول .
د جوزجان والي لطف الله عزيزي پرون ددغو دوو ولسواليو له مشرانو سره په کتنه کې وويل: هغه ښوونځي چې په دغو ولسواليوکې د داعش دشتون په دليل تړل شوي و  بېرته پرانستل کيږي .
ده زياته کړه: د دې مودې په بهيرکې د داعش ډلې له ښوونځيو څخه دسنګر په توګه استفاده کوله او زده کوونکو ته ښوونځيو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله.
د درزاب اوقوش تيپې دولسواليو يوشمېراستازي وايي چې داعش دخلکو   ژوند سر او مال  ته ګواښ  رامنځته کاوه،  زياتره  ښوونځي ، مدرسې، روغتيايي مرکزونه  او سړکونه يې ويجاړ کړي دي چې  ټول يې بيا رغاونې ته اړتيا لري .
دغو استازو د پرمختيايي پروژو د تطبيق لپاره تياری څرګند کړى دى  او د دولت 
د زياتې همکارۍ  غوښتنه يې  کړې ده  . 
دوى ټينګارکوي چې د وسله والو مخالفينو ډلو ترمنځ د جګړو له امله زياتره کورنۍ  له دغو ولسواليو څخه بېحايه شوې او په نورو سيموکې ځاى پرځاى شوې دي .
د جوزجان والي ژمنه وکړه چې د دغو ولسواليو د ستونزو د لرې کولو په لاره کې  لازم اقدامات ترسره کوي.
پاى\ ج\ ذ

 

Last modified on Monday, 13 August 2018 04:30

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.