په زرګونو تنو په بلخ کې ليک لوست زده کړى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د سواد نړيواله ورځ نن په بلخ ولايت کې ونمانځل شوه. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې د بلخ ولايت د ليک لوست د زده کړې آمرعبدالستار ميرزا وويل چې د دغه ولايت په لسو ولسواليوکې د تېر کال په بهيرکې د ۱۲ زرو ۵۲۵ تنو زده کوونکو په ګډون د ليک لوست د زده کړې ۵۰۱ صنفونه جوړ شوي دي چې تر اوسه پورې يې دليک لوست د زده کړې څه ناڅه ۱۱ زره تنه زده کوونکي يې تر پوښښ لاندې نيولي دي. په دې غونډه کې دغه راز د پوهنې وزارت د ليک لوست د زده کړې معين په بلخ ولايت کې د ليک لوست د زده کړې په لاره کې د زياتو پروګرامونو لپاره د زمينو د برابرولو په خاطر د دغه وزارت د همکارۍ ژمنه وکړه پاى \ج\ ذ

Last modified on Sunday, 02 September 2018 04:05
back to top