25 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شل تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د داعش...

په نورستان کې د لسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د داعش...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د ليک لوست د نړیوالې ورځې په وياړ د کتاب نندارتون جوړ شو :

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
  د کتاب کلتور  د عامولو او له علم او فرهنګ سره د وطنوالو د ترغيب په موخه د ليک لوست د نړيوالې ورځې په وياړ د افغانستان  په علومو اکاډمي کې د کتاب يو لوى نندارتون جوړ شوى ،  چې دغه نندارتون به د درېو ورځو لپاره دوام وکړي ، په دې نندارتون کې د افغانستان بېلابېلو خپروندويه ټولنو برخه اخيستې ده ، چې د پښتو او فارسي ژبو ډېر زيات نايابه کتابونه په کې په تخفيف سره د کتاب مينه والو ته وړاندې کوي. په دغو کتابونو کې زياتره کتابونه د افغانستان د ژبو ، ادب ، کلتور ، تاريخ ، ټولنيزو ، اسلامي او طبيعي علومو په اړه نندارې ته وړاندې شوي ، نن دغه نندارتون د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رئيسې سرڅيړنپوهې ثريا پوپل ، د علومو اکاډمي د مرستيالانو ، استادانو ،  پوهانو او يو شمېر علمي اشخاصو له خوا په رسمي ډول پرانستل شوه،  په خپله پرانيستونکې وينا کې د علومو اکاډمې عمومې رئيسې د کتاب د اهميت په باب خبرې وکړې او علم او پوهه يې د ولسونو د تفوق او لوړوالي مهم او اساسي اصل و باله ، هغې زياته کړه هغه ولسونه چې له علم او فرهنګ سره مينه لري د نړۍ پرمختللي ولسونه دي .
بايد يادونه وکړو چې دغه نندارتون به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو هم دوام وکړي چې د کتاب مينه وال به په کې ګډون وکړي .
د افغانستان د علومو اکاډمي د کتاب ټولو مينه والو ته په دغه نندارتون کې د گډون بلنه ورکوي . پاى- ع
 


 

Last modified on Tuesday, 04 September 2018 13:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.