د لښکر ګاه د نجونو مرکزي لېسه ورغول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکرګاه باختر د وږي ۱۷ مه
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د نجونو مرکزي  لېسه د پنځه سوه او پنځوس زره افغانیو په لګښت ورغول شوه او ګټې  اخېستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د دغه لېسې د پرانېستې پر مهال د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،هڅې یې پیل کړي څو په روان ښوونیز کال  کې تړل شوي ښوونځي پرانېزي.
په همدې  حال کې د  پوهنې رېیس داوود شاه صفاري وايي چې  په روان او راتلوونکي کال کې  به د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو  ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ودانیو د رغولو ترڅنګ  ویجاړ شوي ښوونځي هم  ورغول شي.
د پوهنې مسوولین په داسې  حال کې د ښوونځیو د رغولو خبر ورکوي چې لا هم په زیات شمېر سیمو  کې ښوونځي شته  خو له  زده کوونکو سره یې د لوست لپاره کتابونه نشته.پای/وصال

 

Last modified on Monday, 10 September 2018 05:33
back to top