17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سادات: کونړي ځوانانو ته به په خصوصي پوهنتونونوکې د لوړو زده کړو اسانتیاوې برابرې شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسعد اباد باختر د تلې ۱۴ مه د خصوصي پوهنتونونو سره د شوي هوکړه لیک له مخې به د کونړ ولایت د لوړو زده کړو مینه والو ځوانانو ته په پوره تخفیف سره په خصوصي پوهنتونونو کې د شاملېدو اسانتیاوې برابرې شي. دغه څرګندونې د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځوانانو د پرمختګ تر سرلیک لاندې په جوړې شوې غونډه کې وکړې. د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د ځوانانو چارو د معین ډاکټر کمال سادات سربېره د کونړ والي،د ولایتي ادارې مشرانو،قومي مخورو،دیني عالمانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود چې په کې د ځوانانو د ټولنیزو ستونزو د اواري په لارو چارو خبرې وشوې. د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس جنت ګل فدا غونډې ته په پيلیزه وینا کې د دغه ولایت په تاریخي او ټولنیز ارزښت خبرې وکړې او یاد ولایت یې د تاریخي هستیو کور او د علم او فرهنګ ټاټوبی یاد کړ. غونډې ته د ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار،سولې شورا رېیس محمد اسماعیل،دیني عالم مولوي ضیاالرحمن الله یار، د ځوانانو چارو امر صادق سیار،کار او ټولنیزو چارو رېیس مولوي عطاالله نوري او د دمکلي ځوانانو د شورا رېیس ذبیح الله صاحب الحق په خپلو څرګندونو کې د ځوانانو په ستونزو او مسوولیتونو خبرې وکړې او له ورغلي پلاوي یې وغوښتل چې د کونړ ځوانانوته د بورسونو په ورکولو او د لوړو زده کړو د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي. په همدې حال کې د ځوانانو چارو معین ډاکټرکمال سادات غونډې ته په وینا کې وویل چې د خصوصي پوهنتونونو سره د شوي هوکړه لیک له مخې به په دغه ولایت د لوړو زده کړو مینه والو ځوانانو ته په پوره تخفیف سره په خصوصي پوهنتونونو کې د شاملېدو اسانتیاوې برابرې کړي. هغه ډاډ ورکړ چې د ځوانانو چارو امریت سره به د ځوانانو د شوراګانو د جوړېدو په برخه کې هم مالي او معنوي همکاري وکړي . د غونډې په وروستۍ برخه کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال غونډې ته په وینا کې خپلې کړې ژمنې تازه کړې او د پلي کېدو ډاډ یې ورکړ. هغه له جمهور رييس سره د ترسره شوې کتنې جزيیات هم له ځوانانو سره شریک کړل او د ژمنه شویو پروژو د جدي څارنې ډاډ یې څرګند کړ. پای/وصال

Last modified on Tuesday, 09 October 2018 04:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.