د ننګرهار د يوه خصوصي پوهنتون د طب له څانګې څخه د لسګونو تنو نجونو او ښځو فراغت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-دجلال آبادښار \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :   
په لسګونو تنه ښځې او نجونې د ننګرهار ولايت د روښان خصوصي پوهنتون د طب له څانګې څخه فارغې شوې .
دغه زده کوونکي وايي چې طب يې د نننۍ نړۍ په کچه زده کړى دى او هيله لري په دولتي او يا خصوصي روغتونونوکې جذب شي.
د روښان د خصوصي پوهنتون علمي مرستياله وايي چې دغو زده کوونکو د طبابت علم يې په عملي او نظري ډول زده کړې دى.
د ننګرهار د والي مرستيالې حبيبې کاکړ د دغو زده کوونکو د فراغت د جشن په مراسموکې په افغانستان کې د طبابت کيفي پرمختګ ته په اشارې سره وويل چې هلې ځلي کوي دغه فارغې شوې زده کوونکې د دغه ختيځ ولايت په روغتونونوکې د ډاکترانو په توګه جذب شي.
پاى \ ذکرالله

back to top