12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل د انتخاباتي حوزې د رايو شمېرنه له سره پيليږي

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه له څه ناڅه يوې اوونۍ وروسته د...

هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه : د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون او...

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د چین له سفیر سره وکتل

بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د چین له سفیر سره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور دازموينې بهير دروان کال دکب په مياشت کې پيلېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دليندى څوارلسمه : دلوړوزده کړو وزارت وياند وايي چې دخصوصي لوړو زده کړو په ځينو موسسو کې تحصيلي سويه چې محصلانو يې دطب په څانګه کې زده کړې کړي کمزورې ده دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دلوړو زده کړو وزارت وياند محمدفيصل امين نن په يوه خبري غونډه کې په ١٣٩٧ کال کې ددغه وزارت دلاس ته راوړنو او کړنو په باب خبرې وکړې او ويې ويل دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دلارښوونې پربنسټ دلوړو زده کړو له وزارت څخه يو هئيت دخصوصي تحصيلي موسسو د څيړنې په خاطر چې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دطب په څانګه کې محصلان روزي موظف شو . دهيئت له څيړنو وروسته ثابته شوه چې په يوشمير دغوتحصيلي موسسو کې دطب دڅانګې زده کړه ډيره کمزورې ده ده وويل چې دکانکور دازموينې داخستلو لپاره تيارى نيول شوى دى او ټاکل شوې ده چې دکانکور دازموينې داخستلو بهير هم دشپې په برخه کې او هم دورځې په برخه کې د ١٣٩٧ کال دکب په مياشت کې پيل شي . ده دبورسونو دبهير داسانه کولو په باب وويل چې اوس دبهرنيو بورسنو ازموينه دانلاين په ډول اخستل کېږي چې کولاى شي ددغه بهير په رونټياکې مرسته وکړي او موږ دهېوادپه بهر کې دمحصلانو لپاره دمدت معاش بهير اسانه کړى دى او نور دمحصل مدت معاش نه ځنډېږي امين زياته کړه چې ټول بهرني بورسونه دلوړوزده کړو وزارت له پتې څخه لېږل کېږي اوله نورو پتو څخه اعتبار نه لري ده وويل چې اوسني تحصيلي نصاب به له اړتيا سنجونې وروسته بيا وڅيړل شي او دغه نصاب په ١٣٩٨ تحصيلي کال کې تطبيقېږي . دلوړو زده کړو وزارت وياند دهغوتقنيني سندونو دبشپړيدو خبر هم ورکړ چې دپرمختيا اودکريکولم دبيا جوړولو لارښود پوهنتونونوته دورتګ په وخت کې دمحصلانو لارښود ، دلوړو زده کړو دستراتيژيکي پلان اوداساسي کرښو دکيفيت دتضمين دلوړولو لارښود اودلوړو دولتي او خصوصي زده کړو دموسسو دديپلومونو دويش کړنلاره پکې شامله ده . ده وويل چې دمرکز په ليليه کې له وروستۍ پيښې وروسته په ليليو کې دشموليت طرحه هم بشپړه شوې ده اودهغې له مخې محصل کولاى شي په ليليه کې شامل شي ده زياته کړه چې موږ په راتلونکې تحصيلي کال کې بدل عاشه لوړو چې محصل وکولاى شي له خصوصي ليليې څخه ګټه واخلي امين وويل دلوړو زده کړووزارت خپله څه دپاسه اويا سلنه بودجه لګولې ده اودمالي کال تر پاى پورې به دغه اندازه نوي سلنې ته ورسېږي . ده دسيدجمال الدين دښوونکي دروزنې دموسسې د ستونزې په اړوند وويل چې پوهنتون ته ددغې موسسې دلوړولو طرحه جمهوري رياست ته لېږل شوې ده له لارښوونې وروسته به په دې باب تصميم ونيول شي . ختم_ عطاالله _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.