23 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکابل بريښنا ډير ژر عادي کېږي .

کابل باختر دوري دريمه : دکابل دبريښنا رياست ديوې خبرپاڼې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پوهنې وزارت د څلور شپيتو مليونو ا مريکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ پنځه تفاهم ليکونه لاسليک کړل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر د مرغومي  شلمه :
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر ميرويس  بلخي له يوشمېر کورنيو او  بهرنيو موسسو سره  د څلور شپيتو مليونوامريکايي  ډالرو په ارزښت  د همکارۍ پنځه تفاهم ليکونه لاسليک کړل .
د باختراژانس د خبرله مخې؛  دغه تفاهم ليکونه په بيړنيو حالاتو کې د ښوونکو د استخدام، له دولتي ښوونځيو سره د ملاتړ د سيمه يېزو  لومړنيو زده کړو، ثانوي سيمه يېزو زده کړو او د تعليماتو  د څه د پاسه يوزرو پنځه سوه  ټولګيو  او دليک لوست  د زده کړې  دمرکزونو  د جوړولو په برخو کې لاسليک شول .
د دغو تفاهم ليکونو د لاسليک کولو په مراسمو کې  چې په کابل کې  پرځاى شول  د پوهنې وزارت سرپرست وويل چې دغه تفاهم ليکونه د اقاخان بنسټ  له ماشومانو سره  د ملاتړ د موسسې، له افغان ايد موسسې،  د افغانستان  لپاره  دتدريس  له موسسې  او د جي ار اس له موسسې سره لاسليک شول.
داقا خان بنسټ رييس نجم الدين نجم هم د دغوتفاهم ليکونو د لاسليک په بهير کې وويل چې دغه پنځه تفاهم ليکونه د افغانستان په شپاړلسو  ولايتونوکې  تطبيقيږي او ټاکل شوې ده په چوکات کې  يې له ښوونځي څخه بهر پنځه دېرشو زرو تنو ماشومانو ته رسيده ګي  وشي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.