17 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان او ترکمنستان د همکاریو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي د برېښنايي حکومتوالۍ په بهيرکې شامليږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي د برېښنايي حکومتوالۍ په بهيرکې شامليږي

کابل/ باختر/ دغبرګولي ٢٦مه د بايومتريک فورمو د ډکولو لارې چارې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپل علم دتجربوي ليسې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
په لوګر ولايت کې دلومړنى تجربوي ليسې  دودانۍ دجوړولو کار  پاى ته ورسيد او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست  وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې دغه ودانۍ  دغير مشروطې ولايتي بودجې څخه  دڅه دپاسه يوولسو مليونو افغانيو  په لګښت  په پاخه او اساسي ډول په يوه پوړکې په پل علم ښار کې  ديو کال په بهير کې  جوړه شوې ده .
ده وويل  چې دغه ودانۍ اته درسي او څلور اداري  خونې ، دکمپيوتر  او لابراتوار خونه ، دڅښاک داوبو څاه ، پنځه تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري .
ددغې ودانۍ دپرانستلوپه غونډه کې دلوګر دوالي  محمد انور خان اسحق زي ،  دولايتي شورا رييس  ، ددولتي ادارو رييسانو او دسيمې مشرانو ګډون کړى و.
په لوګر ولايت کې له درې سوه ديارلسو  ښوونځيو څخه يوسلو اوولس ښوونځي  ودانۍ نه لري او ټاکل شوې ده دراتلوونکې کال په بهير کې  دڅلور اتيا ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شي .
  ختم- عطاالله_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.