16 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګرکې د يوه وړکتون ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردمرغومي دمياشتې٢٥نيټه :
په لوګر ولايت کې د لومړني وړکتون ودانۍ نن ګټې اخيستنې نه وسپارل شوه.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي باختر آژانس ته وويل چې دغه وړکتون د ولايتي   غير مشروطې بودجې څخه د څه دپاسه شپږ نيمو ميليونو افغانيو په لګښت په پل علم ښارکې د ١٥٠٠ مترمربع ځمکې په ساحه کې په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول  په يو کال کې جوړ شوى دى.
ده وويل چې په ودانۍ پنځه درسي خونې، شپږ تشنابونه، پخلنځاى او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د دغې ودانۍ د پرانیستلو په غونډه کې د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي، دولايتي شورا او د کاراو ټولنيزو چارو رئيسانو او د دغه ولايت مشرانو ګډون کړى و.
پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.