20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دفرهنګي دملي پاليسي مسوده  نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

دفرهنګي دملي پاليسي مسوده نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

-کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد د فرهنګي ملي پاليسي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دترکيې له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دترکيې له سفير سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دبهرينو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزير : په ډير لنډ ممکن وخت کې په هېواد کې ټول ښوونځي او ليسې په انترنت او کمپيوتر سمبالېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  وزارت وايي دماشومانو او ښځو لپاره  له مصوون انترنت  څخه داستفادې زمينه برابرېږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  وزير شهزاد اريوبي  نن  دانترنت دورځې دنمانځنې په غونډه کې  وويل  دمصوون انترنت  دنړيوالې ورځې  دنمانځنې موخه  دښځو او ماشومانو لپاره  دمناسبې فضا  برابرول  او له انترنت څخه داغيزمنې استفادې په باره کې  دهغوى پوهاوى دى .
ده زياته کړه  چې  له انترنتي خدمتونو څخه  دمصوونې استفادې لپاره  ماشومانو اوښځو ته  زيات  پوهاوي ورکولو ته  اړتيا ده .
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژى  وزير په دې غونډه کې د ښځو او ماشومانو په برخه کې  دانترنت دکارولو چلنجونه او ننګونې په ګوټه کړې  او ويې ويل  چې  له دغو  ننګونوڅخه دوتلو لپاره  لارې چارې ولټول شي  او دهغو په لرې کولو دې  هڅه وشي .
دمخابراتو وزير دغه راز وويل  چې  دغه وزارت په پام کې لري  چې په ټول هېواد کې ښوونځي او ليسې  په انترنت  او کمپيوتر سمبالې کړي . چې له دغو امکاناتو څخه ګټه اخستنه  دمصوونيت دتامينولو لپاره  پوهاوي ورکولو ته  اړتيا ده .
  اريوبي زياته کړه چې دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژى وزارت  دافغانستان دانترنتي معلوماتو دمصوونيت لپاره  لازم کارونه  ترسره کړي دي .  دبريښنايي حکومتوالى قانون بشپړ شوى دى او په ډير لنډ ممکن وخت کې به  تصويب شي
دسايبري جرمونو  دجزا کوډ  تصويب شوى دى او په دير لنډ ممکن وخت کې به  دمعلوماتو  دمصوونيت  کړنلارې  او مقررات  ترتيب کړي .
  ختم- ف _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 06 February 2019 03:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.