20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوهنې وزارت دنوي تګلارې په کار سره دعمل ډګر ته وردانګي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د سلواغې اتلسمه :
په داسې حال کې چې دښځو دچارو وزيره وايي چې په افغانستان کې نيمايي نجونې ښوونځي او زدهکړې ته  له يون څخه بې برخې دي خو دپوهنې وزارت سرپرست وايي دزمانې اړتيا ده چې دهېواد ټولې نجونې په روزنيزو ښوونځيو کې شاملې کړو
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دپوهنې وزارت   دنجونو دښوونې او روزنې دنوې تګلارې کار  چې دښوونې او روزنې لپاره دټولو نجونو دلاسرسي حق مساعدوي معرفي کړ .
په هغې غونډه کې چې پرون دهېواد دلومړى ميرمنې او دپوهنې او دښځو دچارو دوزيرانو په شتون جوړه شوه  دپوهنې وزارت سرپرست ډاکتر ميرويس  بلخي وويل چې دنجونو دښوونې او روزنيزې  دپاليسي اساسي او بنسټيزه موخه په حقيقت کې دپوهنې وزارت او دافغانستان دحکومت له پتې  څخه دنجونو دتعليماتو دبايدونو اونه بايدونو دحدودو ټاکنه ده .
ده وويل دپوهنې وزارت دنده ده چې داسې ستر ارزښتونه  وټاکي چې کوم څيزونه دنجونو په تعليماتو کې وي او کوم نور څيزونه نه وي چې نجونې له تعليماتو څخه ښه ګټه واخلي .
ده وويل سخته اړينه ده چې په هېواد کې ټولې نجونې دښوونې او روزنې له نعمت څخه ښه ګټه واخلي او دنجونو دتعليم لپاره  يو اجماع هم شتون لري .
بلخي زياته کړه په اقتصادي لحاظ  په خپلو  پښو ددريدو دښه والي په خاطر دنجونو ټولنيز رواني امنيت دزمانې اړتيا ده چې موږ ټولو نجونو ته ښوونه او روزنه ورکړو .چې کورنى له دغه امتياز څخه ګټه واخلي .
ده څرګنده کړه چې بايد ددغې پاليسۍ ملاتړ وشي او تطبيق شي چې موخې ته ورسيږو
دهېواد لومړى  ميرمنې بي بي ګل رولاغني په ښوونې او روزنې دنجونولاسرسي مهم او اړين وباله او ويې ويل چې نجونې دې بايد علم اوفن زده کړي
دې وويل کله چې يوه ښځه علم زده کوي او ډاکتره کېږي زياتره نورې ښځې له مرګ څخه ژغوري او دځينو ناروغيو مخه نيسي .
دې دنجونو دښوونې او روزنې دپاليسۍ ملاتړ وکړ او ويې ويل  چې بايد دهغې په تطبيق کې هڅه وشي
دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري په خبرو کې  وويل چې دافغانستان ښځې په نړۍ کې دښوونې او ليک لوست دزده کړې په ډيره ټيټه کچه کې دى.
  دتعلمي اسانتياوو دنشتوالي له امله ښځې له ډول ډول تاوتريخوالي سره مخامخې دي .
دې بې وزلي او جګړه او ناوړه دودونه په ښوونځيو کې دنجونو دتعليم خنډ وباله .  دې وويل پنځوس سلنه نجونې په ښوونځيو کې شاملې دي اوپنځوس سلنه نورې دلوړو زده کړو په موسسو کې شاملې دي .
دې زياته کړه دښځو دمصوون والي په خاطر مو دنجونو لپاره ښوونځي په شاوخوا سيمو کې او ليليې په ښارونوکې جوړې کړې دي .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.